د لاس رسي وړ اتصالات

دیني عالمان: په افغانستان کې شرعي نظام قایم دی


کندهار کې د علماو، ولسي استازو او مدني فعالانو غونډه
کندهار کې د علماو، ولسي استازو او مدني فعالانو غونډه

په کندهار کې دیني عالمانوښ، د ولایتي شورا غړو او مدني فعالانو په یوه ګډه خبري غونډه کې د سولي په باب د وسله والو طالبانو د نوي مشر ملا اختر محمد منصور څرګندنې وغندلې او د سولي د خبرو د دوام پر اړتیا يې ټينګار وکړ.

په هغه ږغیز پیغام کي چي رسنیو ته د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد لیږلی ملا منصور په کې ويلي چې په افغانستان کې به د اسلامي نظام تر راتګ پورې جګړې ته دوام ورکړي.

د هلمند دیني عالم مولوي مهردل وايي ملا اختر منصور ته امیر المومنین ویل شرعي جواز نه ل‏ري
د هلمند دیني عالم مولوي مهردل وايي ملا اختر منصور ته امیر المومنین ویل شرعي جواز نه ل‏ري

خو د هلمند ولایت مشهور دیني عالم مولوي مهر دل د امریکا غږ آشنا راډیو سره په مرکه کې ویلي چې په افغانستان کې په بشپړه توگه اسلامي نظام قایم دی، خلک په آزادۍ سره خپل دیني فرایض ترسره کوي. په هیچا کوم بندیز نشته او هرڅوک چې د افغانستان د دولت خلاف د جهاد خبره کوي، په غلطه دي.

بلخوا د کندهار د عالمانو شورا مشر مولوي عبیدالله فیضاني وايي چي د سولي د بهر په وړاندې خنډ هیڅ د توجیه وړ ندی. دی زیاته وي چې د جګړي اصلي زیان عامو افغانانو ته رسیږي او هغوی دومره زیانمن شوي چې نور د جګړې د زغم توان ندی په کې پاته .

مولوي فیضاني وايي « دا د ناهیلۍ او بد خبر دی چي د طالبانو نوي مشر د سولي په ځای د جګړې د دوام خبره کوي، پاکستان هم داسې یو عمل وکړ چې د هغوي د مخکني مشر د مرګ خبر يې تر څه باندي ۲ کاله وروسته پداسي وخت کي خپور کړ چې د سولې دوهم پړاو خبرو ته لږ وخت پاته وو. دا حقیقت ورځ تر بلي ښکاره کیږي چې دا جګړه د پردیو د ګټو لپاره ده » .

مولوي فیضاني دا خبرې په هغه غونډه کې کړي چې د کندهار دیني علماو، د ولایتي شورا غړو او مدني فعالانو پکې گډون درلودو.

د کندهار د عالمانو شور مشر مولوي عبیدالله فیضاني وايي سولي د بهر په وړاندي خنډ هیڅ د توجیه وړ
د کندهار د عالمانو شور مشر مولوي عبیدالله فیضاني وايي سولي د بهر په وړاندي خنډ هیڅ د توجیه وړ

مدني فعالانو دې غونډه کې وویل چې د افغان سولي په اړه د پاکستان پر رول او ونډه شک لري او زیاته يې کړه چي نوموړي هیواد د افغان دولت او وسله والو مخالفینو ترمنځ يې د سولي د مذاکراتو په اړه ريښتینی ندی.

دوي زیاته کړه چي له امیر پرته د افغان دولت په وړاندي د وسله والو طالبانو د جګړې رهبري کوونکی د نوموړي هیواد استخباراتي مسئولین دی چی باید په نړیواله محکمه کې پوښتنه ورڅخه وشي.

مدني فعالانو دې غونډې ته وویل "موږ بايد له تېرو تجربو پند واخلو، ملا محمد عمر اخند پاکستان امير المومنين کړ، وروسته يې د امريکا د بي دوه پنځوس الوتکو په زور ليرې کړ، بيا يې کار ورڅخه واخيست او وروسته يې مړ اعلان کړ او هغه داسې چې مړى هم چا و نه ليد".

د کندهار د ولایتي شورا غړي وايي چي افغانان له سولي پرته له روان ستونزو څخه د خلاصون بله هیڅ حل لار نلري .سره له دې چې هغوی نور د ګاونډیو هیوادونو پر همکارۍ ډېر باوري ندي وايي چې افغانان خپله باید د سولي د هڅو د اغیزمني نتیجې ابتکار په لاس کې واخلي.

د کندهار د ولایتي شورا غړي وايي چي افغانان له سولي پرته له روان ستونزو څخه د خلاصون بله هیڅ حل لار نلري
د کندهار د ولایتي شورا غړي وايي چي افغانان له سولي پرته له روان ستونزو څخه د خلاصون بله هیڅ حل لار نلري

عمومي اندېښنه داده چي د دولت د مخالفو وسله والو طالبانو د واحدي رهبرۍ نشتون ممکن د سولي خبري ټکنی کړي.

عام افغانان چي تر بل هر چا زیات د سولي راتګ ته لیوال دي، په اسلام اباد کي د افغان دولت او وسله والو طالبانو د استازو ترمنځ د سولي خبرو اترو يې دا هیلي نوري هم زیاتي کړې.

Mavli Meherdal of Helmand
please wait

No media source currently available

0:00 0:06:23 0:00
مستقیمه لیکه

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG