د لاس رسي وړ اتصالات

هره ورځ پر افغانستان لسګونه ساېبري بریدونه کیږي


هکران د افغانستان دولتي وبپاڼو ته لار موندلې وه
هکران د افغانستان دولتي وبپاڼو ته لار موندلې وه

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي چې هره ورځ د افغانستان د مقاماتو پر ایمیلونو او وبپاڼو باندې د بهرنیو هکرانو لخوا د لسګونو بریدونو مخه نیول کیږي.

د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې د ټریټ کونکټ په نوم یوه شرکت چې مرکز یې په امریکا کې دی د یوې څیړنې په پایله کې ویلي چې د افغان حکومت په یو شمیر رسمي وبپاڼو کې یې یو وایروس وهلي فایل موندلی او زیاته کړې یې ده چې د افغانستان حکومت د داسې وایروسونو د مخنیوي لپاره هیڅ ډول انټی وایروس په واک کې نه لري.

خو د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټنکالوژۍ وزارت ویاند٬ نصرت رحیمي٬ امریکا غږ ته وویل چې د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت د هر ډول انټرنیټي غلاوو او د هکرانو د بریدونو د مخنیوي وړتیا لري.

ښاغلي رحیمي وویل "د افغانستان په سایټونو باندې، د افغانستان د مقاماتو پر ایمیلونو باندې یا د ټکنالوژۍ او یا هم د سایبر سیکوریټي په برخه کې موږ هره ورځ د لسګونو بهرنیو هکرانو لخوا یا د بهرنیو کړیو لخوا د داسې بریدونو شاهدان یو او هره ورځ یې مخه نیول کیږي، که چیرې داسې وای اوس به موږ د ټکنالوژۍ له اړخه بیخي فلج شوي وو، نه به مو سایټ درلود، نه به مو فیسبوک اکونټونه درلودل نه به هم چا دلته ایمیل درلود، د همدې په اساس موږ دا موضوع په کلکه ردوو."

وروستې برید

افغان چارواکي مني چې درې ورځې مخکې هکران د افغانستان د اطلاعاتو د ملي شبکې ورننول او د جاواسکریپت په برخو کې یې لاسوهنه کړې وه. خو د نصرت رحیمي په وینا چې د ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د هکرانو مخه ونیول شوه.

رحیمي وویل "که څه هم د دې موضوع په اړه موږ له مخکې اطلاع درلودله، چې نړیوال هکران داسې یوه حمله کوي، په ظرف د ۲۴ ساعتونو کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت پر دې وتوانید چې د دغې حملې مخه ونیسي، یواځې د جاوا سکریپت په نامه باندې زموږ یو فایل زیانمن شوی وو چې هغه د دولتي سایټونو د هوسټنګ په برخه کې فعالیت کوي، مخکې له دې نه چې دغه هکران افغان دولتي سایټونو ته ننوځي او یا هم خپل اهداف ترلاسه کړي، موږ توانیدلی یو چې د دې حملې مخه ونیسو."

د ټریټ کونکټ شرکت په خپل راپور کې ویلي چې د افغان حکومت په ګڼ شمیر رسمي وبپاڼو کې د موندل شوي وایروس سرچینه ښايي په چین کې وي خو د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت چارواکي وايي چې په دې اړه د هغوی پلټنې لا هم دوام لري.

دغه وزارت په یو خپور شوي بیان کې لیکلي دي چې د چین لخوا د افغانستان پر وبپاڼې برید سیاسي انګیزه لري او په بشپړه توګه لا تر اوسه معلومه نه ده چې د دې موضوع تر شاه کوم اهداف پراته دي.

ټریټ کونیکټ په خپل راپور کې ویلي چې د افغان حکومت په یو شمیر وبپاڼو کې چې ورکې د عدلیې، پوهنې، مالیې، بهرنیو چارو، سوداګرۍ او د ښځو چارو وزارتونه شامل دي دا وایروسونه موندلي دي.

نړېوال ګواښ

دغه موسسه په داسې حال کې د افغان حکومت پر یو شمیر رسمي وبپاڼو باندې د بریدونو خبر ورکړی دی چې د نړۍ په کچه هم ګڼ شمیر هکران هڅه کوي چې د نړیوالو دولتي او غیر دولتي ادارو وبپاڼو ته لاسرسې ومومي چې د قانون له مخې دا ډول کړنۍ جرم شمیرل کیږي.

شاوخوا یوه میاشت مخکې د سوني پیکچرز په نوم د فلم جوړولو یوه نړیواله کمپنۍ د هکرانو تر سایبري برید لاندې راغله چې هکرانو یو شمیر ناخپور شوي فلمونه ترې غلا کړی وو او په ټولنیزو رسنیو کې یې خپور کړي وو.

پر سوني پکچرز د دغه سایبري برید پړه پر شمالي کوریا اچول کیږي.

د فلم جوړولو دغې کمپنۍ د "مرکې" په نوم یو فلم خپرولو ته چمتو کړی چې ورکې د امریکا استخباراتي سازمان یا سي آی اې دوو خبریالانو ته دنده سپارلې چې د شمالي کوریا مشر ووژني نو له همدې امله د سوني پکچر کمپنۍ، سایبري برید د شمالي کوریا کار ګڼي.

بلخوا د شمالي کوریا دولت له ملګرو ملتونو او د امریکا له ولسمشر باراک اوباما غوښتي چې د دې فلم د خپرولو مخه ونیسي او د دې فلم جوړول او خپریدا یې له تروریزم څخه ښکاره ملاتړ او د جنګ اعلان بللی دی.

XS
SM
MD
LG