د لاس رسي وړ اتصالات

ولی هوتک: افغان لوبغاړي به په دوشنبه کې خپلو سیالانو ته ماته ورکړي


ولي هوتک د خپل ټیم سره
ولي هوتک د خپل ټیم سره

د ولي هوتک په مشرۍ د افغانستان د MMA یا آزادې مبارزې ټیم د تاجکستان پلازمینې دوشنبې ته رسیدلي دی.

په دی سیالیو کې د افغانستان برسیره، د تاجکستان، ایران، او ازبکستان لوبغاړي هم برخه اخلي.

د المپیک د ملی کمیټې ورزشي مشاور محمد ولی هوتک، امریکا غږ ته په مرکه کې وویل چې افغان لوبغاړي د پوره تیاریو سره د تاجکستان پلازمینې دوشنبه ته تللي او په ډکو لاسونو به هیواد ته ستانه شي.

ښاغلی هوتک چې په خپله هم د ام ام ای به برخه کښې ډیری سیالۍ ترسره کړي او ډیرې لاسته راوړنې هم لري، وایي چې افغان لوبغاړي به په ۶۰-۶۴-۶۷-۸۰ و ۸۴ کیلوگرام وزنونو کې د سیالیو ډګر ته ودانگي.

ټاکل شوې ده چې سبا ته وزن کشي او بل سبا ته سیالۍ تر سره شي.

داسې سیالۍ اکثراْ د افغاني ټلویزیونونو له لارې نه خپریږي، خو ولي هوتک وایي چې دا وار به خلک وکولای شي چې د یک ټلویزیون نه دا سیالۍ په ژوندۍ بڼه وګوري.

XS
SM
MD
LG