د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د کډوالو او بې کوره شویو ناورین


تیر کال څه باندې ۱۵۰ زره افغانانو په اروپايي هیوادونو کې د پناه اخیستلو غوښتنه وکړه
تیر کال څه باندې ۱۵۰ زره افغانانو په اروپايي هیوادونو کې د پناه اخیستلو غوښتنه وکړه

په نړیواله کچه، افغانستان یوازې تر جګړه ځپلي سوريې د کډوالو په شمیر کې شاته دی. اوسمهال په نړۍ کې څه باندې ۲۱ میلیونه خلک کډوال دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان وايي ۲.۷ میلیون افغان کډوال په رسمیت پیژني چې تر ۹۰ سلنه ډیر یې په دوو هیوادونو، ایران او پاکستان، کې میشت دي.

افغانستان پداسې حال کې د کډوالو نړیواله وړځ، د جون شلمه، نمانځي چې تمه کیږي سږکال به یو میلیون افغان کډوال له ایران او پاکستان نه بیرته هیواد ته ستانه شي.

بل لور ته، د افغانستان دننه د بې کوره شویو وګړو شمیر په تیرو ۱۵ کلونو کې تر ټولو لوړې کچې ته ختلی. د بشري چارو سازمانونه وايي دا مهال څه باندې یو میلیون افغانان پخپل هیواد کې بې کوره شوي دي. جګړه، اقتصادي بې وزلي او طبیعي ناورینونه د خلکو د بې ځایه کیدلو ستر لاملونه بلل کیږي.

که له یوې خوا په افغانستان کې جګړو زور اخیستی، بل لور ته د ملګرو ملتونو په مشرۍ نړیوالو سازمانونو په ۲۰۱۷ کال کې له میلیونونو بې وزلو افغانانو سره د اړینو بشري مرستو لپاره د ۵۵۰ میلیون ډالرو د مرستې غوښتنه کړې ده. د کال تر سم نیمايي پورې د دغو مرستو ایله ۲۰ سلنه لا نده برابره شوې.

په لاندې انفوګرافیک کې د افغانستان د دغه بشري ناروین په تړاو نور معلومات ولولئ:

XS
SM
MD
LG