د لاس رسي وړ اتصالات

د ولسمشرۍ دواړو کاندیدانو موافقه وکړه


د افغانستان د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې دوو سیالو کاندیدانو ترمنځ له څه د پاسه دوو میاشتو شخړو او جنجالونو نه وروسته چي په رایگیري کې د تقلب او ټگي برگي ملامتي یې په یو بل باندي اچوله، د قدرت او واک په شریکولو باندي موافقه وشوه.

د عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي همکارانو دا موافقه تایید کړې ده. هغوي ویلي دي چي دا موافقه به نن د یکشنبې په ورځ وروسته په داسي حال کې رسما لاسلیک شي چې جمهور رئیس حامد کرزی چې د کار دوره یې ختمه شوې ده هم حاضر وي.

د ولسمشر کرزي ویاند ایمل فیضي په خپل ټویټر پاڼي کې د شنبې په ورځ لیکې و چې "داسي توقع ده چې دواړه کاندیدان به دیکشنبې په ورځ د ملې وحدت حکومت د جوړښت په اړه موافقه لاسلیک کړي "

د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د مخکښ کاندید اشرف غنی احمدزی ویاند حمیدالله فاروقي د امریکا غږ ته وویل چې د یکشنبې په ورځ د انتخاباتو د پاېلو له اعلان څخه مخکې به دغه موافقه په رسمي توګه لاسلیک شي.

هغه زیاته کړه اوس پر یو شي هم اختلافات پاته نه دی، که څه هم چې هغه په دې هکله د نورو تفصیلاتو ورکولو څخه ډډه وکړه خو زیاته یې کړه " دواړه کاندیدان د ملي وحدت حکومت په جوړولو موافق شوی دی، او ددی موافقې تفصیلات به نن اعلان شي. زه هیله کوم چې دوی چې دغه موافقه لاسلیک کړی نو اعلان به ېې هم وکړی. "

د جمهوري ریاست کاندیدان عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزی دواړه ادعاوي کوي چي انتخابات یې گټلي دي. د افغانستان د انتخاباتو کمیسون د جولاي په میاشت کې د جمهوري ریاست د انتخاباتو ابتدایی نتایج اعلان کړي ول.

د دواړو خواو ټیمونو پرون تر ناوخته د ملگرو ملتونو د آستاځو سره وکتل او کوشش یې وکړ چي د قدرت د شریکولو موافقه نهایي کړي.
د دواړو خواو ټیمونو پرون تر ناوخته د ملگرو ملتونو د آستاځو سره وکتل او کوشش یې وکړ چي د قدرت د شریکولو موافقه نهایي کړي.

د دواړو خواو ټیمونو پرون تر ناوخته د ملگرو ملتونو د آستاځو سره وکتل او کوشش یې وکړ چې د قدرت د شریکولو موافقه نهایي کړي.

یوې خوا لا هم د دې موافقې شرائط نه دي افشا کړي، مگر خبرې زیاتره په دې باندي را څرخیدې چي د جمهور رئیس او د نوي ایجاد شوي اجرائی آمر د دفتر تر منځ اختیارات او مسئولیتونه څنگه باید وویشل شي.

مخکې د شنبې په ورځ د افغانستان د انتخاباتو چارواکو ویلي وو چې دوی د جون د ١۴مي نېټې د جمهوري ریاست د رایو څارنه او تفتیش پای ته رسولې او نتیجې به یې نن د یکشنبې په ورځ اعلان کړي.

دا اعلان به د هغه هیواد د انتخاباتو د څه د پاسه پنځو میاشتو کړکیچ پای ته ورسوي.

دواړو کاندیدانو د امریکا د فشارونو او د ملگرو ملتونو په ملاتړ د رایو د بیا شمیرلو سره موافقه کړې وه.

XS
SM
MD
LG