د لاس رسي وړ اتصالات

د ولسي پولیسو او ١١٩ مرکز نوی قوماندان


د ولسي پولیسو ریاست پنځه کاله وړاندې ایجاد شوی.
د ولسي پولیسو ریاست پنځه کاله وړاندې ایجاد شوی.

د کورنیو چارو په وزارت کې نن د مرغومي څلورمه د مردمي پولیسو او د ۱۱۹ معلوماتي مرکز ته یو ځوان رئیس ور وپيژندل شو.

دغه ځوان ۳۱ کلن سمونوال محمد مصطفی نورستانی دی، په امنیتي مدیریت کې ماسټري او لس کلنه تجربه لري. پدې خوښ دی چې په امنیتي سکټور کې ځوان نسل مقرریږي.

سمونوال نورستانی نن د سه شنبه د کورنیو چارو په وزارت د مردمي پولیسو او د ۱۱۹ د پولیسو د معلوماتي مرکز د مشر په توګه وګمارل شو. وايي، د مردمي پولیسو ریاست پنځه کاله وړاندې ایجاد شو ترڅو پولیس له خلکو او ټولنې سره همکاره پاتې شي.

وايي، ۱۱۹ معلوماتي مرکز ته به پراختیا ورکړي، دا د پولیسو هغه مرکز دی، چې خلک د امنیتي پیښو په تړاوو معلومات ورکوي.

له ښاغلي نورستاني مخکې د کورنیو چارو په وزارت یا د پولیسو په لیکو کې یو شمېر نور ځوانان هم د رهبرۍ په کچه ګمارل شوي دي، یوه بېلګه یې د کورنیو چارو په وزارت کې د پلان او پالیسۍ د مرستیالې حسنا جلیل ګمارنه وه.

XS
SM
MD
LG