د لاس رسي وړ اتصالات

حاجي دین محمد: طالبان مذاکراتو ته د جواز ترلاسه کولو لپاره د بندیانو پر خوشې کولو ټینګار کوي


د سولې د عالي شورا مرستیال حاجي دین محمد وايي زیات احتمال شته چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکرات په قطر کې پیل شي.

افغان حکومت هم نن وویل چې کابل ته د زلمي خلیلزاد وروستي سفر په ترڅ کې د مذاکراتو په نیټې او ځای خبرې شوې دي.

د سولې د برخې دغه چارواکی وايي د پنځه زره طالب بندیانو خوشې کول د طالبانو د فشار نقطه ده، او په دې هڅه کې دي چې د خپلو جنګیالیو په خوشې کولو سره، د مذاکراتو لپاره جواز ترلاسه کړي.

حاجي دین محمد وايي کابل ته د پاکستان د پوځ د مشر وروستی سفر د سولې په برخه کې افغانستان ته په یو ډول د همکارۍ ډاډ ورکول وو.

د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه د سه شنبې په ورځ جون نهه (غبرګولي ۲۰) په نا اعلان شوي سفر کابل ته تللی وو، چې د خپل سفر په ترڅ کې یې ولسمشر غني او نورو افغان چارواکو سره کتلي وو.

له حاجي دین محمد سره د امریکا غږ د خبریال وحید فیضي مرکه دلته وګورئ:

د سولې د خبرو په اړه د حاجي دین محمد څرګندونې
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:30 0:00

XS
SM
MD
LG