د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: د افغانستان ۲۵سلنه نفوس بشري مرستو ته اړتیا لري


ملګري ملتونه وايي چې جګړه روانه وي، خلک به بشري مرستو ته اړتیا لري
ملګري ملتونه وايي چې جګړه روانه وي، خلک به بشري مرستو ته اړتیا لري

ملګري ملتونه په ۲۰۲۰ کال کې په افغانستان کې له بې وزلو سره د بېړنیو بشري مرستو لپاره ۷۳۳ میلیون ډالر غواړي.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د چارو د همغږۍ دفتر وايي چې په ۲۰۲۰ کې په ټول افغانستان کې ۹،۴ (نهه اعشاریه څلور) ملیونه وګړي بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

د دغې ادارې مشر او د یوناما مرستیال ټوبي لینزر د چهارشنبې په ورځ د دسمبر۴ «لېندۍ۱۳مه»په کابل کې خبریالانو ته وویل چې جګړه لا روانه ده او طبیعو پيښو د ۲۰۱۹ کال په پرتله په ۲۰۲۰ کال کې بشري مرستو ته اړتیا زیاته کړې ده.

ټوبي لینزر وویل:"‪ د افغانستان یو په څلورمه برخه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري، ۵،۵ میلیون ماشومان مرستو ته په عاجله توګه ضرورت لري. له نړیوالې ټولنې ۷۳۳ ملیونه ډالره غواړو. دا مرستې اسانه هم ندي خو زه کوښښ کوم چې دا مرستې ترلاسه کړم‪".

نوموړي وویل جګړه زیاته شوې، طبیعي پیښو، سیلابونو او وچکالۍ زیانونه اړولي او په افغانستان کې فقر مخ په زیاتیدو دی.

ټوبي لینزر زیاته کړه:"د ۲۰۱۹ کال په لومړیو کې ۶،۳ میلیونه خلکو بشري مرستو ته اړتیا درلوده، موږ ۴،۵ ملیونه خلکو ته رسیده ګي کړې ده. ۶۱۲ میلیونه ډالره مرسته نړیوالې ټولنې ژمنه وکړه او اتیا په سلو کې دا مرسته رسول شوې ده‪".

دوی وايي چې په ۲۰۱۹ کال کې ۹۰ په سلو کې ولسوالیو ته بشري مرستې رسول شوې وې. ټوبي لینزر وویل چې د بشري مرستو په برخه کې ملګري ملتونه د هر یوه ډالر مرستې حساب ورکولو ته چمتو دي.

ملګري ملتونه وايي تر هغو چې په افغانستان کې سوله نه وي او جګړه روانه وي، خلک به بشري مرستو ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG