د لاس رسي وړ اتصالات

۲۰۱۷ کې افغانستان ۵۵۰ میلیون ډالر بشري مرستو ته اړتیا لري


ملګري ملتونه وايي، چې په ۲۰۱۷ کال کې څه باندې ۹ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.
ملګري ملتونه وايي، چې په ۲۰۱۷ کال کې څه باندې ۹ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.

افغان حکومت وايي، په ۲۰۱۷ میلادي کال کې له راستنیدونکو کډوالو، کورني بې‌ّځایه شویو او د طبیعي پیښو قُربانیانو سره د بیړنیو بشري مرستو لپاره ۵۵۰ میلیون ډالرو ته اړتیا لري.

د افغانستان اجرائيه رئیس عبدالله عبدالله او د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د هماهنګۍ ادارې مشر مارک باوډن د شنبې په ورځ په یوې غونډه کې د ۵۵۰ میلون ډالرو بشري مرستو د غوښتنې پر مهال، پر نړیوالو مرستندیو ټولنو او هیوادونو غږ وکړ، چې په افغانستان کې بشري وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي.

په ۲۰۱۶ کال کې افغانستان له نړیوالې ټولنې څخه د ۴۴۰ میلیون ډالرو بشري مرستو غوښتنه کړې وه، ترڅو په دغه هیواد کې له بې‌وزلو وګړو سره مرسته وکړي.

خو په افغانستان کې د جګړې دوام، په لوی شمیر کې دغه هیواد ته د مهاجرینو بیرته راستنیدل، د کورني بې‌ځایه شویو کډوالو د شمیرې لوړیدل او د طبیعي پیښو ګواښونه د دې لامل شوي چې په ۲۰۱۷ کال کې افغان حکومت او ملګري ملتونه له نړیوالې ټولنې څخه د زیاتې بشري مرستې غوښتنه وکړي.

په ۲۰۱۶ کال کې افغانستان ته څه باندې یو میلیون مهاجرین بیرته راستانه شول او دغه راز په دې کال کې د جګړو او ناامنیو د زیاتوالي له امله تر ۶۰۰ زره افغانان له خپلو سیمو څخه بې‌ځایه شول.

اجرائیه رئیس عبدالله دغو لاملونو ته په اشارې وویل "سږکال زموږ د مرستو غوښتنه د افغانستان د خلکو د اړتیاوو پر بنسټ ده، انشاالله چې موږ له خپلو نړیوالو همکارانو څخه مثبت ځواب ترلاسه کړو، په دې برنامه کې ۵۵۰ میلیون ډالرو غوښتنه شوې."

ښاغلي عبدالله په افغانستان کې له بیوزلو او بې‌ځایه شوو وګړو سره د نړیوالې ټولنې مرستې ګټورې او اغیزمنې وبللې او له مرستندویو ادارو څخه یې وغوښتل، چې په دې برخه کې خپلې مرستې لاپسې زیاتې کړي.

د دغو پیسو له شمیرې ۲۴۰ میلیون ډالر یې د مهاجرینو او بیرته راستنیدونکو لپاره د بیړنیو مرستو چمتو کولو ته ځانګړې کیږي او پاتې برخه به یې د روغتیا، کرنې، چاپیریال ساتنې، سرپناه، غذايي خوندیتوب او د څښاک پاکو اوبو برابرولو په برخو کې ولګول شي.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د مرستو د هماهنګۍ ادارې مشر مارک باوډن په افغانستان کې بشري وضعیت د اندیښنې وړ وباله او زیاته یې کړه، چې په دغه هیواد کې په ځانګړې توګه ښځې او ماشومان جدي بشري مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې، په روان میلادي کال کې څه باندې ۹ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري، چې دا شمیره د ۲۰۱۶ کال په پرتله ۱۳ فیصده زیاتوالی ښيي.

ښاغلي باوډن وویل، ښايي په ۲۰۱۷ کال کې له پاکستان او ایران څخه زیات شمیر مهاجرین بیرته خپل هیواد ته راستانه شي، چې له امله به یې افغانستان لا زیاتو بشري مرستو ته اړ شي.

په ۲۰۱۶ کال کې شاوخوا ۳.۵ میلیونه بیوزلي افغانان له بشري مرستو څخه برخمن شوي وو او ټاکل شوې چې سږ میلادي کال کې ۵.۷ میلیونه وګړي د دغو مرستو تر پوښښ لاندې راوستل شي.

XS
SM
MD
LG