د لاس رسي وړ اتصالات

واورو او بارانونو شاوخوا ۵۰ افغانان مړه کړي دي


په دغو طبعي پېښو کې سلګونه کورونه هم ویجاړ شوي دي
په دغو طبعي پېښو کې سلګونه کورونه هم ویجاړ شوي دي

په افغانستان کې توپان، واورو، باران او نورو طبعي پېښو په تېرو شاوخوا دریو ورځو کې لږ تر لږه ۵۰ افغانان مړه کړي دي.

په دغې ډلې کې یې ۲۵ شپانه هم شامل دي چې ورک شوي دي. د طبعي پېښو سره د مبارزې ادارې چارواکو اسوشیتډپرس ته ویلي چې د باران له کبله په کابل کې ۱۱ کسانو باندې د کور چتونه غورځېدلي او مړه شوي دي.

په دغو پېښو کې شاوخوا ۴۴ نور کسان ژوبل شوی هم دي.

د افغانستان د طبعي پېښو سره د مبارزې د ادارې ویاند عمر محمدي وویل "د افغانستان په بېلابېلو برخو کې سختو واورو او بارانونو په تېرو شاوخوا دوو میاشتو کې ۲۳۹ تنه مړه کړي او ۲۱۴ نور ژوبل کړي".

نوموړي وویل په همدغې مودې کې څه باندې ۵۲۰ کورونه ویجاړ شوي او ۴۲۰ نور کورونه یې بیا زیانمن شوي دي.

په همدې حال کې د امریکا د دفاع وزیر جیم متیز وویل چې د خراب موسم له کبله یې افغانستان ته پلان شوی سفر هم ځنډول شوی دی.

د جګړو تر څنګ دا ډول طبعي پېښو هم لسګونه زره افغانان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي دي، ملګري ملتونه وايي دا مهال شاوخوا نهه میلیونه افغانان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د دغو خلکو ډېره برخه په لېرو پرتو سیمو کې دي چې وخت ناوخت بارانونه، توپاونه، واورې او نورې طبعي پېښې ورته زیان رسوي.

XS
SM
MD
LG