د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان ټپي سرتیرو مکروسکوپیک دښمنان


د درملو په وړاندې مقاوم مکروب حتا د پرمختللو هیوادونو ستونزه ده
د درملو په وړاندې مقاوم مکروب حتا د پرمختللو هیوادونو ستونزه ده

د کندز د جگړې د ټپیانو تر څنگ، د هغه ولایت روغتونونه په ځانگړې توگه د جگړې د لومړۍ کرښې روغتیایي مرکزونه د یو بل دښمن سره لاس او گریوان دي. د یو ډول سخت سري مکروب د پراخیدو سره چې د درملو په وړاندې مقاومت کوي، او د جگړې د ټپیانو درملنه یې ستونزمنه کړې ده.

د درملو په وړاندې مقاوم مکروب حتا د پرمختللو هیوادونو ستونزه ده، خو د بی سرحده ډاکترانو موسسه د موجودو شواهدو له مخې وایي چې په تیر کال کې دا ستونزه په افغانستان کې خورا زیاته شوې ده.

په کندز کې د بی سرحده ډاکترانو مرکز وایي په تیر یو کال کې یې نژدې د سل ډوله مکروبونو خپریدل په نښه کړي چې د درملو په وړاندې مقاومت لري او ټپي شوي سرتیري پرې اخته شوي وو.

په داسې حال کې چې د کندز په ولایت کې د وروستیو تاوتریخوالیو په وجه زیات شمیر پوځي او ملکي ټپیانو روغتیایي مرکزونو ته مخ کړې، ددې باکتریا د خپریدو ستونزه د روغتیایي کارکوونکو پر اوږو یو بل دروند بار اچولی دی.

افغان ځلمی، زمری چې په خپل انگړ کې د یو هاوان د لگیدو له امله یې پښه له لاسه ورکړې، د یوې نیمې میاشتې راهیسې په کندز کې د بې سرحده ډاکترانو په یو روغتیایي مرکز کې بستر دی. ځکه د هغه په ټپونو کې په موجود مکروب اکثر درمل کار نه کوي.

په کندز کې ډاکتران پوره مقایسوي ارقام نه لري چې په لرلید کې د مکروب پورته یا ښکته والي گراف وارزوي، خو د مکروب د ستونزې له درکه اندیښمن دي.

اوس د بې سرحده ډاکترانو روغتون په پام کې لري چې د خپل لابراتوار څانگه پراخه کړي او د ناروغانو پرمختللۍ ازموینې ترسره کړي تر څو څرگنده شي چې کوم مکروب د عفونت سبب شوی دی او څه ډول مشخصه درمل باید استعمال شي.

موجوده لابراتوار په اوس کې یواځې هغه نمونې آزمایي چې د ناروغانو له ټپونو څخه اخیستل شوې دي.

په کندز کې د بې سرحده ډاکترانو د روغتون د بېړنۍ څانگې د ځانگړو څارنو مسؤل کتلین تامس، د رویترز خبري اژانس ته ویلي دي چې د درملو په وړاندې د مقاومو مکروبونو د پیښو شمیر په رښتیا هم زیات دی. هغه دغه ستونزه ستر وگاڼه او د هغې د ژر حل غوښتنه یې وکړه.

د هلمند په ولایت کې چې د تل په شان د دولتي ځواکونو او سخت دریځو د جگړې تود مرچل دی، د روغتونونو د مسؤلینو په وینا د تنفسي جهاز او اسهال یو ډول مکروب خپور شوی چې په درملو نه ښه کیږي.

د هلمند د روغتون اسناد او شواهد چې په ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ کلونو کې ثبت شوي دي ښي چې یو شمیر دغو ناروغانو ته د زیات شمیر انتي بیوتیکو د تجویز سره سره د درملو په وړاندې د هغوی مکروب مقاومت درلودلی دی.

ډاکتران وایي چې د دې ستونزې احتمالي انگیزې کیدای شي ناروغ ته د لازم حد څخه د زیاتو درملو ورکړه او په بشپړه توگه د تجویز شویو درملو نه استعمال وي.

دا ستونزه د نړۍ د هر ځای په پرتله کیدای شي په افغانستان کې پیچلې شي، ځکه د درملو پر کیفیت باندې پوره څارنه نشته او اکثر بې کیفیته درمل په غیر قانوني توگه د ایران او پاکستان له پلو څخه افغانستان ته راوړل کیږي.

په کابل کې د ابن سینا د درمل جوړولو د انستیتوت رئیس عبدالخلیل خاکزاد د رویترز اژانس ته ویلي چې په افغانستان کې د انتی بیوتیکو په گډون نژدې ٦٠ فیصده موجود درمل په غیر قانوني توگه بازار ته عرضه کیږي.

که څه هم کیدای شي چې یو شمیر قاچاق شوي درمل کیفیت لرونکي اوسي، د درملو د کیفیت په هکله د معلوماتو نه شتون چې یو شمیر داکتران ناروغ ته په لوړه کچه د هغې د خوړولو تجویز کوي، دا پخپله کولای شي د درملو په وړاندې د مکروب د مقاومت سبب شي.

د بې سرحده ډاکترانو د موسسې د لابراتوارونو د څارنې مسؤل قیوم وردک، وایي چې په افغانستان کې بله عامه ستونزه د ناروغانو له خوا په پخل سر د درملو خوړل دي چې بار یې د داکترانو پر اوږو ولیږي.

افغان مقامات هم د ایران او پاکستان سره د افغانستان د خلاص اوږد سرحد شتون دی هیواد د درملو د قاچاق عمده دلیل گڼي.

د افغانستان د فارمسي چارو رئیس عبدالحفیظ قریشي وایي د روغتیا وزارت کولای شي درملتونه وڅاري، خو د سرحدونو او لویو لارو د اداره کولو توان نه لري.

په هر صورت د کندز او هلمند په شان د ناامنو سیمو د روغتونونو صحي کارکوونکي د ناروغانو د ژوند د گواښوونکو مکروبونو درملنه هغه هم د جگړې په ترڅ کې او د زیات ټپیانو په صورت کې د ځانگړ تدابیرو ایجاب کوي چې د پرمختللو هیوادو او منابعو څخه د درملو واردول په کې شامل دي.

لکه څنگه چې د بې سرحده ډاکترانو روغتونونه او روغتیایي مرکزونه د باکیفیته درملو تجویز کوي چې پخپله په دې روغتونونو کې موجود دي او هیڅکله په محلي بازارونو کې د موجودو درملو د اخستیلو هدایت نه ورکوي.

دا مرکزونه همداشان هغه ناروغان چې د درملو په وړاندې په مقاومت لرونکو مکروبونو باندې اخته دي له نورو ناروغانو څخه جلا کوي. ځکه د ناروغانو ترمنځ د مکروب پراخیدل چې اکثر یې ضعیف معافیتي سیستم لري، په اسانۍ سره کیږي.

خو یو تریخ حقیقت دادی چې د جگړې زیات شمیر ټپیان که پوځيان دي او که ملکیان روغتون ته له رسیدو دمخه د درملو پر وړاندې په مقاومو مکروبونو باندې اخته شوي وي. په دې معنی چې د مکروب منبع په روغتون که نه بلکې په بهرني چاپیریال کې شتون لري، دا هغه خطر دی چې مخنیوی یې زیاتو هڅو او زیات لگښت ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG