د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان دوې مخ په ودې ستونزې: جګړه او کوکنار


کوکنار په افغانستان کې له جګړې، اداري فساد او سازماني جرمونو سره نیغه په نیغه اړیکې لري
کوکنار په افغانستان کې له جګړې، اداري فساد او سازماني جرمونو سره نیغه په نیغه اړیکې لري

امریکا په افغانستان کې هره ورځ د کوکنار پر ضد ۱.۵ میلیون ډالره لګولي خو تاریاک لاهم د طالبانو د بودیجې ۶۰ سلنه جوړوي.

افغانستان دولت او نړیوال ملاتړي یې لږ تر لږه په دوو هڅو کې ناکامه راوتي: د کوکنارو د کرکیلي کمول او د امنیت ټینګول.

افغان چارواکي وايي تیرکال تر وړم کال ډیر کوکنار کرل شوي و او سږکال بیا تر تیرکال ډير کرل شوي دي – آن په ځینو هغو ولایتونو کې چې پخوا پکښې هیڅ د کوکنارو کروندې نه وې.

امریکا له ۲۰۰۲ کال راهیسې په افغانستان کې د مخدره توکو د کښت او قاچاق د کمولو لپاره څه باندې ۸.۵ میلیارد ډالره لګولي دي – یعني هر کال ۵۴۰ میلیون ډالر، هره میاشت ۴۵ میلیون ډالر او هره ورځ شاوخوا ۱.۵ میلیون ډالر.

په تیرې یوې نیمې لسیزې کې د کوکنارو په ضد مبارزې کې په لسګونو افغان پولیس هم وژل شوي، په زرګونو ټنه مخدره توکي ضبط او له منځه وړل شوي او په سلګونو قاچاقبر نیول شوي دي.

افغانستان د نړۍ د تاریاکو تر ټولو ستر صادرونکی هیواد دی، خو د نړۍ د مخدره توکو ستر ضبطونکی او د قاچاقبرو نیونکی هیواد ندی.

د ملګرو ملتونو د سازمان د راپورنو له مخې، تر افغانستان آن شل ځلي ډیر په ګاونډي ایران کې ډیر مخدره توکي ضبط کیږي. ایران تیرکال تر ۵۰۰ ډیر کسان د مخدره توکو د قاچاق په جرم اعدام کړل – افغانستان کې د مخدراتو قاچاقبرانو ته د مرګ یا عمري بند جزا نه ورکول کیږي.

د کوکنارو جګړه

طالبانو په ۲۰۰۱ کال کې د کوکنارو پر کښت کلک بندیز ولګاوه او مخدرات یې حرام وبلل.

خو اوسمهال، د امریکايي چارواکو په وینا، طالبان د کوکنارو له کرکیلې نه د خپلې جګړې ۶۰ سلنه تمویلوي. طالبان له بزګرو او د مخدراتو له قاچاقوړونکو نه سلګونه میلیون ډالر مالیات اخلي.

د جګړې سربیره، د مخدراتو ناقانونه پیسې په افغانستان کې سازماني جرایم، اداري فساد او ګڼې نورې ستونزې رامنځته کوي. افغانستان کې د مخدراتو اعتیاد هم مخ په پراخیدو دی او دغه مهال شاوخوا ۱۱ سلنه افغان نشه يي توکي کاروي.

د امریکا جګپوړو استخباراتي چارواکو ویلي چې سږکال به په افغانستان کې امنیت حالات نورهم وران شي او طالبان به هڅې وکړې چې پر ګڼو سیمو خپله ولکه وغځوي.

د کوکنارو ډیریدل به، د چارواکو او کارپوهانو په اند، طالبانو د جګړې د مالي تمویل سرچینې لاډیرې کړي.

XS
SM
MD
LG