د لاس رسي وړ اتصالات

کرکټ: افغانستان بله لوبه هم وګټله


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله زمبابوې کې ده چې له کوربه سره پنځه یوه ورځنۍ او دوه د ۲۰ اورونو لوبې وکړې.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله زمبابوې کې ده چې له کوربه سره پنځه یوه ورځنۍ او دوه د ۲۰ اورونو لوبې وکړې.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله څو ورځې وړاندې زمبابوې ته ورسېدله. دوی د زمبابوې له ملي لوبډلې سره تر رسمي لوبو مخکې د دغه هېواد د چیرمن له لوبډلې سره دوه لوبې وکړې او دواړه یې وګټلې.

دویمه لوبه یې د نوي روزونکي انضمام الحق تر روزنې لاندې وشوه، چې افغان منډه جوړوونکي په کې ډېر و نه ځلېدل.

د پاکستان پخوانی مشهور منډه جوړوونکی، انضمام الحق، څو ورځې وړاندې زمبابوې ته ورسېد او د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه یې دنده پیل کړه.

د شنبې د ورځې په لوبې کې افغانستان مخالفې لوبډلې ته د ۲۱۸ منډو هدف ورکړ، خو چېرمن لوبډله په ۴۳ اورونو کې په ۲۰۳ منډو وسوځېدله.

په افغان منډه جوړوونکو کې تر ټولو ‌‌‌‌‌‌ډېرې ۷۲ منډې محمد شهزاد وکړې، خو په توپ اچوونکو کې بیا کې دولت ځدراڼ، حمزه هوتګ، میرویس اشرف، محمد نبي او افتاب علم دوه دوه مخالف لوبغاړي وسوځول.

دویمه لوبه یې د نوي روزونکي انضام الحق تر روزنې لاندې وشوه، چې افغان منډه جوړونکي په کې ډېر و نه ځلېدل.
دویمه لوبه یې د نوي روزونکي انضام الحق تر روزنې لاندې وشوه، چې افغان منډه جوړونکي په کې ډېر و نه ځلېدل.

افغانستان د جمعې په ورځ د زمبابوې له ملي لوبډلې سره د پنځو لوبو د لړۍ لومړنۍ لوبه کوي، دویمه یې په ۱۸، درېیمه یې په ۲۰، څلورمه یې په ۲۲ او پنځمه نړیواله لوبه یې په ۲۴ نېټه ده.

د ۲۰ اورونو لوبې بیا په ۲۷ او ۲۹ نېټو باندې کیږي.

دا لومړی ځل دی چې افغانستان د کرکټ د نړیوالې شورا له یو بشپړ غړي سره په یو وار دومره ډېرې لوبې کوي.

افغانستان تېرکال له زمبابوې سره په څلورو لوبو کې یې دوه وګټلې.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG