د لاس رسي وړ اتصالات

افغان ځانګړو ځواکونو هلمند کې بیا د نشه‌يي توکو فابریکې له منځه وړي


درې ورځې مخکې هم افغان ځانګړو ځواکونو په نوزاد ولسوالۍ کې د هیروئینو د تولید دوه سترې فابریکې له منځه وړې وې.
درې ورځې مخکې هم افغان ځانګړو ځواکونو په نوزاد ولسوالۍ کې د هیروئینو د تولید دوه سترې فابریکې له منځه وړې وې.

په هلمند ولایت کې د افغان پوځ چارواکي وایي، تیره شپه بیا د ملي اردو او کورنیو چارو وزارت د نشه يې توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د دغه ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې د نشه يي توکو د کاروباریانو پر خلاف عملیات ترسره کړي او د هیروئینو د تولید دوه سترې فابریکې یې له منځه وړي دي.

دا په روانه اونۍ کې دوهم ځل دی چې افغان ځواکونو د هلمند په نوزاد ولسوالۍ کې د نشه‌يي توکو د کاروباریانو پرخلاف عملیات ترسره کوي.

په هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اردو قومندان جنرال ولي محمد احمدزي امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل، د نشه يې توکو پر ضد دغه عملیات تیره شپه په نوزاد ولسوالۍ کې د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ځانګړو ځواکونو له خوا ترسره شوي دي.

جنرال احمدزي وویل "د تیرو عملیاتو په دوام زموږ ځانګړو ځواکونو د نوزاد د اورموز بازار په سیمه کې دغه تولیدي فابریکو کې درې سوه بیلره نشه يې او کیمیاوي توکي چي ارزښت يې تر شپږ ميلیونه ډالره هم زیات وو له منځه وړي او ماشینري يې هم په بشپړه توګه له منځه وړې ده".

تر دې درې ورځې مخکې هم د نوزاد په ولسوالۍ کې په ورته عملیاتو کې د نشه يې توکو د تولید دوه ستري فابریکې له منځه وړل شوې وې.

جنرال احمدزی وايي، په نویو نظامي اقداماتو کې يې په هلمند ولایت کې د نشه يې توکو پر ضد مبارزه د کار مهمه برخه جوړوي او دوی غواړي، چې له دې لارې د وسله والو مخالفانو د جګړې د دوام مالي منابع له منځه یوسي.

خو له دې سره، سره په هلمند کې همدا اوس د اپینو د راټولو وخت دی او په سلګونه کسان دې ولایت ته د نېښ وهلو لپاره په لار دي.

د هلمند د مدني ټولني غړي وايي چې سږکال د نورو کلونو په پرتله په دغه ولایت کې کوکنار له دولتي حاکمیت څخه بهر سیمو کې ډير کرل شوي دي.

د افغانستان په ګرمو سیمو کې د حمل د میاشتې په نیمایي کې د کوکنارو نیښ وهل پیل کیږي.

تیرکال په افغانستان کې د اوړم کال په پرتله ۴۳ فیصده زیات کوکنار کرل شوي وو، چې ډيره برخه یې په هلمند ولایت کې وه.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG