د لاس رسي وړ اتصالات

ذکیه خدادادي د ۲۰۲۴ کال د پارالمپیک لوبو ته لار وموندله


د پارا تکواندو افغانه لوبغاړې ذکیه خدادادي
د پارا تکواندو افغانه لوبغاړې ذکیه خدادادي

افغانې لوبغاړې ذکیه خدادادي وکولای شول د ۲۰۲۴ کال د پاریس پارالمپیک لوبو ته لار پیدا کړي.

د پارا تکواندو لوبغاړې ذکیه خدادادي چې اوس په فرانسه کې ژوند کوي، د بلغاریا په صوفیه ښار کې د ۲۰۲۴ کال د پارالمپیک د غوراوۍ په سیالیو کې خپلې روسۍ سیالې ته په ماتې ورکولو سره د سرو زرو مډال وګاټه او په دې سره یې په پاریس کې د پارالمپیک سیالیو ته لار وموندله.

په دې سیالۍ کې ذکیه خدادادي خپلې روسۍ سیالې کاراول شولبانا ته ۱۶ د ۱۴ پر وړاندې ماتې ورکړه.

په بلغاریا کې د پارالمپيک د غوراوۍ په سیالیو کې د اروپايي هیوادونو لوبغاړو ګډون کړی دی چې د روان ۲۰۲۴ کال د مارچ له اتمې تر لسمې نېټې پورې سیالي کوي.

ذکیه خدادادي د امریکا غږ سره په مرکه کې وویل چې زیاته هڅه یې کوله چې د پارالمپيک سیالیو کې د ګډون حق ترلاسه کړي‌ او هیله لري چې د پاریس په پارالمپيک سیالیو کې هم مډال وګټي.

ذکیه خدادادي وايیي: “په خوښۍ سره ما ددې حق درلود چې د پارپیس په سیالیو کې د یوې کډوالې په توګه ګډون وکړم ‌او دا سیالۍ د مارچ په میاشت کې په یوې مهمې نېټې د مارچ اتمه چې د ښځو نړیواله ورځ‌ ده،‌ ترسره شوې. د ورزش په برخه کې مې ښې نمرې او درجه درلوده په مستقیمه توګه پای لوبې ته ووتم او په پای لوبه کې مې خپلې روسۍ سیالې ته ماتې ورکړه او د سرو زرو مډال مې وګټو. “

ذکیه خدادادي‌ وايي سره له دې چې په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته له هیواده وتلې،‌ خو خپلو ورزشي هڅو ته یې دوام ورکړی او په تېرو دوه نېمو کلنو کې یې پنځه نړیوال مډالونه ګټلي‌ دي.

د یادولو وړ ده چې ذکیه خدادادي له ۲۰۰۸ کال راهیسې د پاراتکواندو لوبغاړې ده چې په ۲۰۱۵ کال کې د افغانستان د ملي لوبډلې غړې شوه. نوموړې تراوسه پنځه نړیوال مډالونه ګټلي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG