د لاس رسي وړ اتصالات

د ښځینه خبریالانو پر کار د نویو محدودیتونو په اړه اندیښنې


عکس: ترشیف- یوه تلویزیوني خپرومه
عکس: ترشیف- یوه تلویزیوني خپرومه

د افغانستان د خبریالانو مرکز د طالبانو د حکومت له خوا په رسنیو کې پر افغان خبریالانو په ځانګړي ډول ښځینه خبریالانو باندې د نورو احتمالي محدودیتونو د لګولو په اړه اندیښنه ښودلې او ددغو اقداماتو د پایلو په اړه یې خبرداری ورکړی دی.

دغه مرکز د چهارشنبې په ورځ ناوخته فبرورۍ ۲۸( کب نهم) په یوه اعلامیه کې دا اندیښنې په کابل کې د طالبانو د حکومت د امربالمعروف و نهی عن المنکر وزارت سرپرست محمد خالد حنفي سره د رسنیو د ځینو مسوولینو او استازو په کتنه کې په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو را څرګندیدو په اړه د دغه وزارت له خوا د سپارښتنو وروسته څرګندې کړي دي.

د افغانستان د خبریالانو د مرکز د اعلامیې له مخې د طالبانو د حکومت دې لوړپوړي چارواکي د رسنیو استازو ته ویلي چې که د دغه وزارت لارښوونې مراعات نه کړي نو ددې احتمال شته چې په رسنیو کې د ښځو پر کار بشپړبندیز ولګول شي.

په دغه اعلامیه کې ویل شوي چې ښاغلي حنفي د سې شنبې په ورځ کابل کې د رسنیو له یو شمیر مسوولینو او استازو سره په یوه درې ساعته کتنه کې په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو د راڅرګندیدو او د هغوی د جامو د بڼې په اړوند مسلو خبرې کړي دي.

د افغانستان خبریالانو مرکز په دې اعلامیه کې ویلي دي چې په دې کتنه کې د رسنیو استازو ته په رسنیو کې د ښځو د څرګندیدو په تړاو د حجاب لرونکو ښځو څو عکسونه هم ښودل شوي دي.

همداشان ددغه وزارت ویاند رسنیو ته سپارښتنه کړې چې د هغو ښځو سره د مرکو څخه ډډه وکړي چې مخ یې ښکاره وي او یا یې هم ماسک پرمخ نه وي تړلی.

په دې اعلامیه کې ویل شوي: " په عین حال کې د امربالمعروف و نهی عن المنکر وزارت سرپرست محمد خالد حنفي له رسنیو غوښتي چې د ښځینه خبریالانو د حجاب او د ښځو سره تلویزیوني مرکو ته پاملرنه وکړي. حنفي خبرداری ورکړی چې دغو سپارښتونو ته د نه پاملرنې په صورت کې دا احتمال شته چې په رسنیو کې د ښځو کارکول په بشپړ ډول د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده له خوا منع شي".

د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي چې د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د مشرتابه له خوا ددغو سپارښتنو دمخه د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو معین حیات‌الله مهاجر فراهي هم د ځینو رسنیو د مسوولینو او استازو سره په کتنه کې ورته اندیښنې څرګندې کړې وې.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په دې اعلامیه کې پر رسنیو کې پر ښځینه خبریالانو باندې د طالبانو د حکومت د نوو احتمالي محدودیتونو په اړه خبرداری ورکړی او ویلي چې ښځینه خبریالانې له وړاندې له ډیرو محدودیتونو سره مخ شوي دي.

دغه مرکز د طالبانو له چارواکو غوښتي چې ټولې هغه لارښوونې او کړنلارې چې د طالبانو له خوا په تیرو څه باندې دوو کلنو کې رسنیو ته استول شوي او له مخې یې په رسنیو کې د خبریالانو په ځانګړي ډول ښځینه خبریالانو کار محدود شوی لغوه کړي.

همداشان دغه مرکز د طالبانو غوښتي چې د افغانستان د رسنیو قانون له مخې دې خبریالانو او رسنیو ته د کار اجازه ورکړي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي چې په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته دغې ډلې په پرله پسې ډول پر رسنیو باندې محدودیتونه لګولي دي. دا مرکز وايي چې طالبانو په تیرو څه باندې دوه نیمو کلنو کې د رسنیو د فعالیتونو د محدودولو لپاره ۱۶ لارښوونې صادري کړي دي.

د طالبانو حکومت ویلي چې په افغانستان کې د پخواني رژیم پر مهال د رسنیو د قانون له مخې له رسنیو او خبریالانو سره چلند کوي. ددغه قانون د څلورمې مادې له مخې هیڅ حقیقي یا حکمي شخص نشي کولی د خبري یا معلوماتي رسنیو ازاد فعالیت منع، تحریم، سانسور یا محدود کړي او یا هم په یو بل ډول د رسنیو په خپرونو کې مداخله وکړي.

د بې پولې راپور ورکوونکو سازمان (RSF) تیر ۲۰۲۳ کال د رسنیو وضعیت په اړه په یو راپور کې ویلي، چې په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته د نږدې دولس زره خبریالانو له ډلې، چې په دغه هیواد کې یې کار کوه نږدې اته زرو یې خپل مسلک پریښی دی.

دغه سازمان په دې راپور کې د ښځینه خبریالانو په اړه ویلي، چې په تیرو دوو کلنو کې شاوخوا ۸۰ فیصده ښځینه خبریالانو خپل کارونه پریښی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG