د لاس رسي وړ اتصالات

سیکان او اهل هنود وایي له هلمند څخه وتلو ته اړ کیږي


په هلمند کې اوسیدونکي سیکان او اهل هنود
په هلمند کې اوسیدونکي سیکان او اهل هنود

اهل هنود او سیکان د افغانستان د نورو پرگنو په څیر د دې هیواد اوسیدونکي او تبعه دي چې له اوږدې زمانې راهیسې دلته ژوند کوي.

افغان سیکان او اهل هنود اکثر د هیواد په لویو ښارونو کې لکه کابل، جلال آباد، کندهار، لشکرگاه، خوست او د هیواد په نورو ښارونو کې اوسیږي.

پر افغانستان باندې د پخواني شوروي اتحاد له یرغل وروسته ددې هیواد د سیاسي کړکیچ او کورنیو جگړو په نتیجه کې افغان سیکان او اهل هنود د نورو افغانانو په څیر د هیواد پریښودو ته اړ او د نړۍ مختلفو هیوادونو ته کډه شول.

په هیواد کې د نسبي سولې په رامنځ ته کیدو او د کار د شرایطو په برابریدو سره افغانانو ته هیواد ته د بیرته راستنیدو زمینه برابره شوه او افغاني هندوانو او سیکانو هم هیواد ته مخه کړه.

خو سیکان او اهل هنود هم د یو شمیر نورو افغانانو په څیر د ملکیتونو د غصب له ستونزې سره مخامخ دي او ددې ترڅنگ یو لړ ټولنیزو ستونزو هم پر دوی اثر کړی دی.

ددې جملې څخه په هلمند کې میشت هندوان او سیکان د یو لړ ټولنیزو ستونزو څخه هم سر ټکوي.

په هلمند کې دا مهال د هندانو او سیکانو ۴۰ کورنۍ ژوند کوي، په داسې حال کې چې تر ۲ کالو مخکې پوري د دوی شمېر ۸۰ کورنیو ته رسیده.

په هلمند میشت اهل هنود او سیکان اکثریت په یوناني طب او دوکاندارۍ باندي بوخت دي.

دوی وایي د کارو بار د یو لازم ځای په ورکړه کې د لښکرګاه د ښاروالۍ نه همکاري، د هندو سوز لپاره د ځای نشتوالی او د سیمي د ځايي اوسیدونکو له لورې د دوی په وړاندې توهینونکی چلند، د دوی اساسي ستونزي دي.

ویساک سنګ او بهاک سنګ د هلمند د هندانو او سیکانو په استازبتوب وايي چې که ستونزي یې حل نه شي ممکن د دوی اکثریت کورنۍ له هلمند څخه گډه شي.

دوی همداشان وایي چې ځايي خلک ورته د پردیو او بهرنیانو په سترګه ګوري چې دا له بل هر څه څخه دوی زیات زوروي.

د دوی په وینا " په دا پنځوس کاله کې د طالبانو تر واکمنۍ پوري موږ ته چا ازار ندی راکړی، نو پ ه دې پنځه کالو کې بیا څه وشول چې زمونږ کوچنیان په ډبرو ولي او ورته وايي چې هندو، هندو. په تیرو پنځو کالو کې پر مونږ ژوند دلته بېخي سور اور ګرځېدلی".

هلمند میشته اهل هنود او سیکان له مدني فعالانو څخه هم غواړي چې د ټولنیزو او محلي رسنیو او ښوونځیو له لارې دې د دوی په اړه په عامه پوهاوي کې مرسته وکړي.

دوی زیاتوي چې اهل هنود افغانانو تل د نورو وطن دوستو افغانانو په څېر د خپل هیواد په ريښتني خدمت کې ځان نه دی سپمولی.

د هلمند ولایتي ویاند عمر ځواک هم وايي چي د هلمند میشته اهل هنود او سیکانو ستونزې پر ځای دي، او د حل لپاره یې شوی دی.

ښاغلی ځواک وایي "موږ پدې اړه سپارښتنې کړي، مسئولین مو راغوښتي چې د ستونزو پر وخت دې ژر اقدام وکړي او که خدای مکړه کومه ستونزه ورته پېښږي باید ژر حل شي."

له هلمند څخه سربیره په کندهار کې هم له لسګونو اهل هنود او سک کورنیو څخه اوس ډیرې کمې کورنۍ پاته دي.

د اهل هنود او سکانو د ملکیتونو غصب او ټولنیز مشکلات هغه عمده ستونزې دي چې دوی ورته گوته نیسي.

دا په داسې حال کې دي چې د کندهار ښاروالۍ څو میاشتې وړاندي هندو سوز له غصب کوونکو څخه بیرته دوی ته ور په لاس کړ او د عامه املاکو په بیرته تر لاسه کولو کې يې هم ځان ژمن بللی دی.

د مذهبي لږکیو فعالان پدې باور دي چې که دغه ستونزي حل شي، نو بهر میشتي افغان اهل هنود او سکان به خپله پانګه هیواد ته را انتقال کړي او د هغوی علمي کدرونه چې لوړې زده کړې یې کړي هم خپل هیواد ته را ستانه شي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

  • 16x9 Image

    عارف عثمانزوی

    عارف عثمانزوی د رادیو، تلویزیون او ویب ژورنالیست او اډیټر دی.

XS
SM
MD
LG