د لاس رسي وړ اتصالات

د جنیوا په غونډه کې د افغانستان پر سولې او اصلاحاتو بحث کیږي


ولسمشر غني نن د خصوصي سکټور په اړه غونډه کې ګډون وکړ.
ولسمشر غني نن د خصوصي سکټور په اړه غونډه کې ګډون وکړ.

د افغانستان په تړاوو د نړیوالې ټولنې د جینوا کنفرانس د سې شنبې په ورځ (د نوامبر ٢٧) د څلورو لویو حاشیوي غونډو په ترسره کولو سره پيل شو.

د جینوا کنفرانس چې دوه ورځنی دی، چهارشنبې د نوامبر ٢٨ یې اصلي ناسته ده.

پدغه کنفرانس کې د افغانستان د حکومت تعهدات د بروکسل په کنفرانس کې یې کړي تر څېړنې لاندې نیول کیږي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال ټوبي لینزر خبریالانو ته وویل چې د جینوا کنفرانس د بروکسل په کنفرانس کې د څلور کلونو لپاره د ۱۵ ملیارده ډالرو د مرستو ارزونه ده چې دوه کاله پرې اوښتي دي.

د جینوا د کنفرانس په لومړۍ ورځ څلور لویې حاشیوي ناستې درلودې، د ښځو د ځواکمنتیا ناسته د ولسمشر د میرمنې رولا غني له لوري پیل شوه، ولسمشر غني خصوصي سکټور ناسته پرانسته. پدې ناسته کې ولسمشر غني د سوداګریزې پراختیا او پدې برخه کې اصلاحاتو یادونه وکړه.

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وچکالۍ او د غذايي مصونیت او له ګاونډیو هیوادونو څخه افغانستان د ستنیدونکو کډوالو ناستې مدیریت کولې.

ملګري ملتونه وايي، چې په ۲۰۱۸ کال کې درې نیم ملیونه افغانان وچکالۍ ځپلي دي.

د جینوا پدې کنفرانس کې د مدني ټولنو فعالانو هم برخه اخېستې وه، ځینو یې دا ناسته سمبولیکه بلله.

د جینوا د نوامبر میاشتې د اته ویشتمه غونډه کې به د ۶۲ هیوادونو او د ۳۵ سازمانونو استازي برخه واخلي.

XS
SM
MD
LG