د لاس رسي وړ اتصالات

افغان ځواکونو د تورې بوړې د "الف خېلو "سیمه هم ونیوله


له تیرودوو اونیو داعش د تورې بوړې د نیولو لپاره له طالبانو او افغان ځواکونو سره جګړه پیل کړې ده.
له تیرودوو اونیو داعش د تورې بوړې د نیولو لپاره له طالبانو او افغان ځواکونو سره جګړه پیل کړې ده.

په ختیځ زون کې د پوځ قوماندانۍ ویلي چې ځواکونو یې د ننګرهار پچیراګام ولسوالۍ د تورې بوړې یو بل کلی الف خېل یې هم تېره شپه نیولی دی.

د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو ویاند ډګرمن شېرین اقا فقیري امریکا غږ ته وویل چې ګډو حکومتي قواوو د تورې بوړې د الف خېلو سیمه په بشپړه توګه نیولې او ځواکونه یې په پرمختګ کې دي.

د پچیراګام عملیات د سېلاب څلورم نمبر ۷ په نوم پیل شوي چې د ملي اردو د څلورمې لېوا قومانداني یې مشري کوي.

د سېلاب قول اردو ویاند زیاتوي چې داعش وسله وال له سیمې تښتېدلی او ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي.

په سیمه کې د محلي پولیسو یو قوماندان نواز وايي چې د الف خېلو سیمې ته ځواکونه ور رسېدلي خو دغه منطقه یې لا په بشپړه توګه نه ده نیولې.

نوموړی وايي:" د تورې بوړې سمڅو ته لا عملیات کوونکي ځواکونه نه دي رسېدلي، یو دوه کلي لا پاتې دي چې ټوله توره بوړه ونیول شي، خو ډېره برخه یې نیول شوې ده".

نوموړی وايي چې ځواکونو دغه پرمختګ تېره شپه کړی دی.

د پچیراګام ولسوال هجرت الله امریکا غږ ته وویل چې لږه ساحه لا پاتې ده چې توره بوړه په بشپړه توګه د افغان ځواکونو لاس ته ولوېږي.

تر اوسه لا داعش وسله والو په دې تړاو څه نه دي ویلي.

د پچیراګام ولسوالۍ د تورې بوړې ستراتېژیکه او مهمه سیمه تېره اونۍ داعش وسله والو ونیوله چې له امله یې د چارواکو په وینا لسګونه داعش او طالب وسله وال ووژل شول او سلګونه کورنۍ د جګړې له وېرې خوندي سیمو ته وتښتېدې.

چارواکو ویلي چې د عملیاتو تر کامیابېدو وروسته به د تورې بوړې د ساتنې لپاره سیمه ییز پاڅونوال وګماري او د لارې په اوږدو کې به یې د پولیسو او نورو قواوو امنیتي پوستې هم جوړې کړي.

XS
SM
MD
LG