د لاس رسي وړ اتصالات

هلمند کې د طالبانو له یو زندان دوه دیرش بندیان خوشې شوي


افغان امنیتي چارواکي وایي، چې د هلمند د نادعلي په ولسوالۍ کې یې د طالبانو یو زندان تیره شپه مات کړی دی
افغان امنیتي چارواکي وایي، چې د هلمند د نادعلي په ولسوالۍ کې یې د طالبانو یو زندان تیره شپه مات کړی دی

هلمند ولایت کې امنیتي چارواکي وایي، تیره شپه افغان ځانګړو ځواکونو د دغه ولایت د نادعلي په ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو یو زندان مات کړی او په زندان کې بندي دوه دیرش بندیان یې له زندان خوشې کړي دي.

په هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اوردو قوماندان تورنجنرال ولي محمد احمدزي امریکاغږ ته وويل چې دغه زندان د نادعلي په ولسوالۍ کې وو.

جنرال احمدزي وویل چې خوشې شوي بندیان اوس د ملي پوځ په یوه مرکز کې دي او وورسته به له خپلو کورنیو سره یو ځای شي.

چارواکي وايي چي د وسله والو طالبانو له بند څخه په خوشې شوو بندیانو کې زیات شمیر يې ملکي وګړي دي خو امنیتي او حکومتي مامورین هم په کښې شته دی.

امنیتي مقامات وايي، د زندان د ماتولو په عملیاتو کې نښته نه ده شوې ځکه چې د چارواکو پر وینا د زندان ساتونکو وسله والو طالبانو لا دمخه سیمه پریښې وه.

جنرال احمدزی وايي چې کوم کسان چې وسله والو طالبانو په بند کې ساتل، هغوی یې د لویو لارو له سر او ځینو نورو سیمو څخه د تیرو څو میاشتو په ترځ کې نیولي وو چې ځینې يې ناروغ شوي هم وو، چې د ملي اردو روغتیايي کارکونکو لمړنۍ طبي مرستې برابرې کړي دي.

وسله والو طالبانو د افغان امنیتي چارواکو د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې د زندان د ماتولو د ادعا په کلکه رد کړې ده او ویلي دي چې افغان ځواکونو د دوی پر زندان نه بلکې د نشه یې توکو د روږدو د درملنې په یو مرکز برید کړی دی.

د طالبانو یو ویاند قاري محمد یوسف احمدي رسنیو ته په استولي بیان کې چې تیره شپه افغان ځواکونو په نشه یې توکو د روږدو د درملنې په یو مرکز برید کړی او په نشه یې توکو روږدي ۳۹ ناروغان یې له ځان سره وړي دي.

په هلمند کې تر دې مخکې همد وسله والو طالبانو پنځه زندانونه د افغان او بهرنیو ځواکونو د عملیاتو په پایله کې مات شوي وو او تر ۲۳۰ زیات بندیان يې ورڅخه ازاد کړي وو.

د هلمند اوسیدونکې وايي چي وسله وال طالبان د دې ولایت په شمالي ولسوالیو کې ګڼ زندانونه لري او د حقوقي لانجو په ګډون په جګړو کې نیول شوي سرتیري او له حکومت سره د همکارۍ په شک نیول شوي کسان په کښې ساتل کیږي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG