د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان ملي عواید ۲۰میلیارد افغانۍ کم شوي- ارغندیوال


د افغانستان د اقتصاد وزیر عبدالهادي ارغندیوال
د افغانستان د اقتصاد وزیر عبدالهادي ارغندیوال

د افغانستان د ماليې سرپرست وزیر عبدالهادي ارغندیوال وايي د کروناویروس له کبله په تیرو څو میاشتو کې د افغانستان ملي عوایدو کې ۲۰میلیارد افغانۍ کموالی راغلی.

ښاغلي ارغندیوال وویل چې لا هم د ګمرکونو عواید د یو شمیر اشخاصو جیبونو ته ځي.

نوموړي ونه وویل چې د افغانستان د کمرک عواید څنګه او د کومو اشخاصو جیبونو ته ځي.

ښاغلي ارغندیوال د امریکا غږ اشنا سره په یوې مرکې کې دا خبرې وکړې، هغه وویل چې له دې وروسته مفسدین نشي زغملی، خو ویې نه ویل چې مفسدین څوک دي او د هېچا نوم یې هم وانخیست.

د افغانستان د مالیې وزارت سرپرست داسې مهال د افغانستان په کمرکي عوایدو کې د کموالي خبر ورکوي چې افغانستان لا هم د مفسدو هېوادونو د لست په سر کې ځای لري. په افغانستان کې اداري فساد د افغان حکومت لپاره یوه لویه ننګونه ده.

د افغانستان د ماليې سرپرست وزیر عبدالهادي ارغندیوال
please wait

No media source currently available

0:00 0:05:35 0:00

افغان حکومت وايي د فساد په ضد مبارزې ته ژمنه ده او په دغه برخه کې یې اصلاحات هم راوستي‌ دي. د افغانستان کلنۍ بودیجه تر ډېره د بهرنیو هېوادونو په مرستو تکیه لري.

دا په داسې حال کې دي چې څو میاشتې مخکې د امریکا متحدو ایالتونو د افغان مشرانو ترمنځ د سیاسي اختلافاتو له کبله وویل چې پر افغانستان به یو میلیارد ډالر مرسته کموي.​

XS
SM
MD
LG