د لاس رسي وړ اتصالات

انتخاباتو کمیسیون: سیاستوال دې زموږ کارونو کې مداخله نکوي


د افغانستان د ټاکنو کمیسیون له افغان ولسمشر څخه وغوښتل چې ژر تر ژره دغه کمیسیون ته د دارالانشا رئیس وګماري.
د افغانستان د ټاکنو کمیسیون له افغان ولسمشر څخه وغوښتل چې ژر تر ژره دغه کمیسیون ته د دارالانشا رئیس وګماري.

د افغانستان د ټاکنو کمیسیون چارواکي وايي، هیچا ته به د کمیسیون په چارو کې د مداخلې اجازه ورنکړي او ټینګار کوي، چې د رایې ورکونکو د لست له ترتیبولو پرته به راتلونکې ټاکنې له بحران سره مخ شي.

د افغانستان د شفافو ټاکنو بنسټ (ټیفا) د یک‌شنبې په ورځ په کابل کې 'د ټاکنیزو کمیسیونونو کاري لومړیتوبونو او له ټاکنو څخه د څارنې په بهیر کې د مدني ټولنې بنسټونو پوهاوي ورکولو' په نوم یو کنفرانس جوړ کړ.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون رئيس نجیب‌الله احمدزي په دغه کنفرانس کې پر افغان سیاستوالو غږ وکړ، چې د ټاکنو کمیسیون په چارو کې مداخله ونکړي.

ښاغلي احمدزي دغه راز د راتلونکو ټاکنو د ترسره کولو لپاره د رایې ورکونکو د لست جوړول اړین وبلل او ویې ویل " ووټر لست (د رایې ورکونکو لست) یو مهم کار دی د راتلونکو ټاکنو لپاره، موږ هم په دې کار کوو، ځکه چې له ووټر لست پرته ټاکنې د بحران طرف ته تللی شي، د مراکزو د اسیسمنټ نه کولو (نه ارزولو) په وجه ټاکنې صدمه لیدلی شي، موږ د دې لپاره تیار یو چې دا کارونه سر ته ورسو".

د افغانستان ولسمشر درې میاشتې مخکې د یو فرمان په صادرولو د ټاکنو کمیسیون ته دنده سپارلې وه، چې د ټاکنیزو حوزو د کوچني کیدو په تړاو یوه طرح جوړه کړي.

د ټاکنو کمیسیون رئيس وویل، د ټاکنیزو حوزو د سیستم په تړاو یې د سې‌شنبې په ورځ یوه نوې طرح ولسمشر ته سپارلې، چې په کې د ټولو اړوندو بنسټونو نظر په پام کې نیول شوی دی.

له بلې خوا لا تر اوسه د ټاکنو کمیسیون لپاره د دارالانشا رئيس نه دی ټاکل شوی. د ټاکنو کمیسیون رئیس وویل، چې د دغې څوکۍ لپاره یې یوه نیمه میاشت مخکې افغان ولسمشر ته د دریو کسانو نومه وړاندې کړي دي.

نجیب‌الله احمدزي وویل "دا هغه پروسه ده چې څومره ځنډیږي ټاکنې به ورسره معطل کیږي."

ښاغلي احمدزي له ولسمشر غني څخه وغوښتل چې ژر تر ژره یو کس د ټاکنو کمیسیون د دارالانشا د رئیس په توګه وګماري، تر څو ټاکنیزې چارې له خنډ سره مخ نه شي.

ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون رئیس عبدالعزیز آریايي په دې کنفرانس کې وویل، سره له دې چې افغان حکومت د ټاکنیزو کمیسیونونو د چارو پر خپلواکۍ ټینګار کوي، خو لا تر اوسه داسې یو میکانیزم چې له مخې یې کمیسیونونه په خپلواکه توګه خپلې چارې ترسره کړي، شتون نه لري.

ښاغلي آریايي دغه راز امنیتي ستونزې د شفافو ټاکنو د تر سره کولو پر وړاندې لوی خنډ وباله او ویې ویل، شفافې او عادلانه ټاکنې هغه مهال د ترسره کیدو وړ دي، چې خلک او له ټاکنو څخه د څار بنسټونه امنیتي خوندیتوب ولري.

د ټاکنیزو کمیسیونو دواړو مشرانو، د ټاکنو د څار له بنسټونو او له سیاسي ګوندونو څخه د همکارۍ او کره څارنې غوښتنه وکړه.

XS
SM
MD
LG