د لاس رسي وړ اتصالات

چارواکي وايي د نشه یي توکو ۷۴۰ قاچاق کوونکو یې نیولي


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معین بازمحمد احمدي د یکشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د روان کال له پیل راهیسې شاوخوا ۱۲۳ ټُنه بېلابېل نشه‌يي توکي او الکول د پولیسو لاس ته ورغلي او دغه راز د نشه‌يي توکو د پروسس شپږ لابراتواره له منځه وړل شوي دي.

هغه وویل "موږ د ۱۳۹۵ کال په لومړیو دریو میاشتو کې د نشه‌يي توکو د کشف او ضبط او د قاچاقبرانو د نیولو لپاره شاوخوا ۵۸۸ لوي او کوچني عملیات ترسره کړي، چې شاوخوا ۷۴۰ شکمن کسان په دغو عملیاتو کې نیول شوي او د قانونو منګلو ته سپارل شوي دي."

دغه راز، ښاغلي احمدي وویل، چې پولیسو په یو تازه عملیاتو کې شپږ قاچاقبران په بغلان کې نیولي، چې غوښتل یې د طالبانو په مرسته ۷۰۰ کیلوګرام اپین له بدخشانه هلمند ته او له هغه ځایه یې ایران ته قاچاق کړي.

د نشه‌يي توکو پر وړندې د مبارزې وزارت د شمیرو له مخې تیر کال په افغانستان کې په ۱۸۳ زره هکتاره ځمکو کې کوکنار کرل شوي وو خو سږکال دا شمیره ۲۰۰ زره هکتاره ځمکو ته لوړ شوې ده.

د چارو یو شمیر شنونکي په افغانستان کې په پراخه کچه د نشه‌يي توکو کر او تولید ته په کتو د پولیسو اوسنۍ لاسته راوړنې د پام وړ نه ګڼي.

د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې پخواني وزیر جنرال خدایداد هزاره امریکا غږ ته وویل، سږکال د کوکنارو په کر او تولید کې د پام وړ زیاتوالی راغلی، چې له مخې یې د نشه‌يي توکو د قاچاق ګراف هم لوړیږي نو باید د نشه‌يي توکو د قاچاقبرانو په نیولو کې هم د پام وړ زیاتوالی راغلی وای.

جنرال هزاره وویل "دومره ډیر چې موږ تولیدوو دا قطعاً د منلو وړ نه دی، هغه قاچاقبران چې نیول کیږي متاسفانه دوی واړه خلک دي، پرچون پلورونکي دي، زور نه لري، پیسې نه لري او نیول کیږي، خو په خواشینۍ سره غټ قاچاقبران په دې وطن کې نه دي نیول شوي، که نیول شوي هم دي بیرته خوشې شوي دي."

خو جنرال احمدي وايي، په افغانستان کې د نشه‌يي توکو اکثره قاچاقبران او تولیدونکي د کال په لومړیو دریو میاشتو کې د کوکنارو د حاصلاتو په ټولو کې بوخت وي او له هغې وروسته بیا د نشه‌يي توکو قاچاق ته مخه کوي.

له بلې خوا د مُسکراتو او نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضايي مرکز مسؤولین وايي، چې د روان کال په لومړیو دریو میاشتو کې د نشه‌يي توکو د قاچاق په تور د ۱۶۴ شکمنو کسانو دوسیې د دغه مرکز ځانګړې څارنوالۍ ته سپارل شوي دي.

د دغه مرکز د مطبوعاتو مسؤول احمد خالد مؤحد امریکا غږ ته وویل، په تیرو دریو میاشتو کې لومړنۍ محکمې د ۱۲۱ تورنو دوسیې څیړلي، چې په کې دوه دولتي کارکوونکي او اته ښځې هم شاملې دي.

ښاغلي مؤحد زیاته کړه، چې د مُسکراتو او نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضايي مرکز په دې موده کې پر ۸۸ قضیو وروستۍ پریکړې کړې دي چې په پایله کې ۱۴۶ قاچاقبران د بند په اوږدې مودې او نقدي جریمو محکوم شوي دي.

XS
SM
MD
LG