د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان حکومت مذاکراتي پلاوی قطر ته ورسید


د افغانستان د ملي مصالحې مشر عبدالله عبدالله هم له پلاوي سره قطر ته تللی
د افغانستان د ملي مصالحې مشر عبدالله عبدالله هم له پلاوي سره قطر ته تللی

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت مذاکراتي پلاوی له طالبانو سره د خبرو لپاره قطر ته ورسېده.

د دولت دا مذاکراتي پلاوی ۲۱ غړي لري.

په پلاوي کې د ملي مصالحې د شورا مشر عبدالله عبدالله او د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر حنیف اتمر هم شامل دي.

دوی به سبا د شنبې په ورځ سپتمبر ۱۲ (وږي۲۲) د قطر په مشهور هوټل «شریتون» کې د بین الافغاني مذاکراتو د پیل په مراسمو کې ګډون وکړي.

ښاغلي عبدالله په الوتکه کې خبریالانو ته وویل چې قطر ته د سولې له هیلو سره ځي او اوربند به یې د خبرو په اجنډا کې مهم بحث وي.

ډاکتر عبدالله عبدالله وویل تمه مو دا ده چې د سولې په خبرو کې پرمختګ وشي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست حنیف اتمر بیا وویل نشي ویلی چې دا ځل مذاکرات به څومره وغځیږي.

له طالبانو سره د بین الافغاني مذاکراتو د پیل مراسم سبا دي، چې د قطر د بهرنیو چارو به یې پرانیزي.

د طالبانو له اړخه به ملا عبدالغني برادر او د افغانستان د حکومت له ادرسه به د مصالحې د عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله وینا وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم په دغو مراسمو کې ګډون کوي.

د دغو خبرو اصلي هدف په افغانستان کې د روانې جګړې ختمول بلل کیږي. امریکا او ځینو نورو هېوادونو د دغو خبرو د پیلېدو هرکلی کړی دی.

XS
SM
MD
LG