د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د کرکټ نوې ملي لوبډله اعلان شوه


د افغانستان کرکټ بورډ ویلي دي چې ملي لوبډله چې اوس مهال ۱۹ کسیزه لوبډله ده، د ٢٠١٥ کال د نړیوال کپ سیالیو ته د تیارۍ لپاره به په عربي متحدو اماراتو کې خپلو تمرینونو ته دوام ورکړي.

د ۲۰۱۵ کال د کرکټ پنځوس اوریزې سیالۍ د فبرورۍ په میاشت کې په استرالیا او نوي زیلاند کې پیلیږي چې افغانستان د لومړي ځل لپاره دغو سیالیو ته لار پیدا کړې ده او خپله لومړۍ لوبه به د فبرورۍ په ۱۸ نیټه د بنګلدیش پروړاندې ترسره کړي.

د کرکټ د ملي لوبډلې د غړو نومونه
د کرکټ د ملي لوبډلې د غړو نومونه

د افغانستان کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې د کرکټ ملي لوبډله به په عربي متحدو اماراتو کې د روزنیز کمپ‌ پرمهال د اماراتو او نوي‌ زیلاند الف لوبډلو سره دوستانه لوبې هم ترسره کړي تر څو نړیوال کپ ته چمتو اوسي.

د کرکټ بورډ د خبرپاڼې له مخې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به په عربي متحدو اماراتو کې د دریو اونیو په اوږدو کې خپل تمرینونه په بیلابیلو برخو کې ترسره کړي او ځان به د ۲۰۱۵ کال نړیوال کپ ته په پوره توګه چمتو کړي.
په عربي متحدو اماراتو کې له تمریناتي لوبو څخه وروسته به کرکټ بورډ د ۲۰۱۵ کال نړیوال کپ ته ۱۵ کسیزه لوبډله واستوي او د لومړي ځل لپاره به په نړیوال ۵۰ اوریز کپ کې ولوبیږي.

نولس کلنو کرکټ
په ورته وخت کې نن د افغانستان کرکټ بورډ آسیايي‌ پریمیر لیګ او د نولس کلنو د کرکټ نړیوال جام د غوراوۍ سیالیو ته د نولس کلنو لوبډله اعلان کړه.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د نولس کلنو ترمنځ د آسیا غوره لیګ یا پریمیر لیګ سیالۍ د نومبر له اومې نیټې څخه تر پنځلسمې پورې په کویټ کې پیلیدونکې دي.

په دغو سیالیو کې د افغانستان په ګډون د عربي متحدو اماراتو ، مالیزیا ، سعودي عربستان او قطر لوبډلې برخه اخلي.

د شپاړس کلنو کرکټ

په قطر کې د ۱۶ کلنو تنکیو ځوانانو ترمنځ د کرکټ په سیالیو کې افغانستان په خپله لومړۍ لوبه کې وکولای شول چې ایران ته حیرانونکې ماتې ورکړي.

د لوبې پچه د ایران لوبډلې وګټله او د توپ وهنې پریکړه یې وکړه، د ایران لوبډلې په شپاړس اورونو کې وکولای شول د ټولو لوبغاړو په سوځیدو ۲۷ منډې جوړې کړي.

په ځواب کې د افغانستان د شپاړس کلنو کرکټ لوبډلې ورکړل شوی هدف په دریم اور کې پوره کړ او لوبه یې وګټله.

په دغه سیالۍ کې د افغان لوبډلې له لوري یوسف د لوبې د غوره لوبغاړي په توګه وټاکل شو.

د ۱۶ کلنو تنکیو ځوانانو ترمنځ د کرکټ سیالۍ چې اوس مهال په قطر کې روانې دي ټاکل شوې چې سبا افغان لوبډله خپله دویمه لوبه د کوربه هیواد قطر پروړاندې ترسره کړي.

XS
SM
MD
LG