د لاس رسي وړ اتصالات

کرېکټ: د افغانستان ۱۹ کلنو بیا پاکستان ته ماتې ورکړه


afgh - pak 3
afgh - pak 3

افغان لوبغاړو په درېیمه لوبه کې چې نن د جمعې په ورځ د اکتوبر په ۳۱ نېټه د لاهور ښار په قذافي لوبغالي کې وشوه، د پاکستان ۱۹ کلنو لوبډلې ته په ۴۵ اورونو کې د ۲۲۳ رنزونو هدف ورکړ، خو پاکستان یوازې ۱۵۴ رنزونه وکړل او ټول لوبغاړي یې وسوځېدل او په دې توگه د افغانستان د کرېکټ د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې یو وارې بیا پاکستان ته ماتې ورکړه او په دې ډول یې د دریو لوبو لړۍ دوه - یوه وګټله.

په افغان ځوانانو کې ویکټ ساتوونکي احسان الله ۶۵ او کپټان محمد سردار ۵۶ رنزونه وکړل او په بالرانو کې بیا ضیا الرحمن څلور پاکستاني لوبغاړي وسوځول.

دا لومړی ځل دی چې افغانستان د کرېکټ د نړیوالې شورا د یوه بشپړ غړي هېواد څخه د لوبو سیریز ګټي.

افغانستان د پاکستان له ۱۹ کلنو ملي لوبډلې څخه خپله لومړنۍ لوبه په لسو ویکټو وګټله او د کرېکټ پوهان او مینوال یې ګوته په غاښ کړل .

په دویمې لوبې کې بیا د پاکستاني لوبغاړو بخت بیداره و، خو درېیمې لوبې کې افغان لوبغاړو بیا ثابته کړه چې که زمینه ورته برابره شي د کرېکټ پیاوړې لوبډلې هم ماتولې شي.

افغان لوبغاړي له شاوخوا یوې میاشتې څخه په پاکستان کې د ۱۹ کلنو نړیوال جام ته په تیاریو بوخت دي، دوی هلته له یو شمېر نورو سیمه اییزو لوبډلو څخه هم لوبې ګټلي دي.

افغان ځوانان به اوس د کويټ پر لوري خوځيږي چې د ۱۹ کلنو د ۲۰۱۶ کال نړیوال جامې د غوراوي په سیالیو کې برخه واخلي.

افغانستان به خپله لومړنۍ لوبه را روانه جمعه د نومبر په اوومې نېټې له کویټ سره کوي.

په دغو سیالیو کې پر افغانستان او کوربه هیواد سربېره نیپال، متحده عرب امارات، سعودي او مالیزیا برخه لري، خو نړیوال جام ته به یوازې هغه لوبډله ځي چې لومړی مقام وګټي.

د افغانستان د ۱۹ کلنو دملي لوبډلې روزونکي دولت احمدزي امریکا غږ ته وویل " پاکستان ته په ماتې ورکولو د افغان لوبغاړو مورال لوړ دی او انشاالله چې نړیوال جام ته به هم ځو. "

که له پاکستان سره د افغان ۱۹ لوبغاړو لوبو ته وکتل شي، ښايي په را روانو سیالیو کې ورته کومه لوبډله سرخوږی جوړ نه کړی شي، خو متحده عرب امارات او نیپال هغه هېوادونه دي چې په تېر وخت کې یې افغان لوبغاړو ته یې سرخوږي جوړ کړي دي.

افغانستان دوه وارې د ۱۹ کلنو په نړیوال جام کې لوبېدلی او د درېیم وار تابیا یې هم نیولې ده .

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG