د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی: سیمه د یوې نیمې پیړۍ راهیسې د دسیسو ښکارده


په کابل کې د شنبې د ورځې سیمنار د د افغانستان د سرحدونو، قومونواو قبایلو د چارو د وزارت په بندوبست جوړ شوی وو
په کابل کې د شنبې د ورځې سیمنار د د افغانستان د سرحدونو، قومونواو قبایلو د چارو د وزارت په بندوبست جوړ شوی وو

په کابل کې د افضل خان لالا په یاد د یو ورځیني سیمنار وینا کوونکو په افغانستان او سیمه کې د سولې د ټینګیدلو لپاره د سیمې د ولسونو ترمنځ د ګډې مبارزې په اړتیا ټینګار وکړ.

نن د شنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان د سرحدونو، قومونواو قبایلو د چارو د وزارت په بندوبست د پښتنو د خدای بخښلي مشر محمد افضل خان په یاد یو ورځینی سیمنار جوړ شوی وو.

په دغه سیمنار کې وینا کوونکو افغانستان او د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې د پرتو قومونو په ستونزو خبرې وکړې او وې ویل چې دا ولسونه د یوې لویې دسیسې ښکار شوي چې د پردیو د اهدافو لپاره ورڅخه کار اخیستل کیږي.

د افغانستان پخواني جمهوررئیس حامد کرزي په خپله وینا کې وویل چې دا دسیسه د یوې نیمې پیړۍ راهیسې روانه ده.

ښاغلي کرزي وویل "زه د دې دیارلس کالو د تجربو څخه چې راپیښې شوې په کلکه په دې عقیده یم چې دا سیمه افغانستان د ډیورنډ د دواړو غاړو خلک د پاکستان خلک هم د پردو د مفاداتو لپاره ترپښو لاندې دي، د لویو قدرتونو د اهدافو لپاره ترپښو لاندې دي، کوریې مکتب یې ژوند یې، تاریخ یې، فرهنګ یې، ادب یې تشویق کیږي د تخریب لارې ورته سنجول کیږي او د بچیانو پر وژلو یې هیچ خوا بدی نشته دی ".

پخواني جمهوررئیس د افضل خان لالا د شخصیت په باب د څرکندونو په وخت وویل چې هغه په ډیرو سختو حالاتو کې چې سواتیان ورسره مخ وو، خپل کور او خپله سیمه پرینښوده او د خپلو خلکو سره یې یو ځای ستونزې وګاللې.

ښاغلي کرزي وویل "د هغه ستر شعار په پیروئ چې مونږ ته د فخر افغان بابا څخه را پاتې دی، زمونږ دا سیمه دې ته نیاز لري چې د عدم تشدد او د سولې د راوستلو لپاره هر هغه څه چې مونږ کولای شو هیڅ دریغ نه کړو ".

ښاغلي کرزي وویل چې ده په تیرو کلونو کې یې چې هرځل له محمد افضل خان سره کتلي که په هره مسله یې ورسره خبرې کړي خو د دوی د خبرې په افغانستان او سیمه کې د سولې په ټینګیدو باندې پای ته رسیدلې.

د نیشنل عوامي ګوند مشر اسفندیار ولي هم د پخواني جمهوررئیس خبره تائید کړه چې د ډیرو ستونزو سره سره محمد افضل خان خپله سیمه طالبانو ته پرینښودله.

ښاغلي اسفندیار ولي وویل " ما ورته یو ورځ ټیلیفون وکړ ورته مې وویل کاکا خدای ته وګوره اسلام اباد ته راشه، ما ورته ویل خان لالا ځیني خلک داسې وي چې هغه په حق ورسیږي نو په هغه خپل کور یتیم شي، ځیني خلک داسې وي چې هغه په حق ورسیږي په هغه کلی یتیم شي خو ځیني خلک داسې وي چې هغه په حق ورسیږي نو په هغه باندې قوم یتیم شي، نو ستا شمار هم په هغو خلکو کې اچوو چې په تا باندې قوم یتیم کیږي، راته يې ویل بچیه خبره دې راته وکړه حق دې دی بچیه مې یې خو زه طالب ته خاوره نه پریږدم او تاسو ټولو ولیده چې ترمرګ پورې یې هغه خاوره پرینښودله ".

اسفندیار ولي وویل چې د ژوند په وروستیو ورځو کې به چې هرڅوک د محمد افضل خان سره کښیناسته نو دا خبره به هغه کوله چې خدای دې د پښتنو په دې خاوره امن راولي".

اسفندیار ولي وویل چې پښتون او افغان تخریب کار نه دی ویره اچوونکی نه دی اونه هم سخت دریځه دی .

اسفندیار ولي وویل" ساده پښتانه یو د خپلې ازادۍ سودا په هیڅ قیمت کولو ته نه یو تیار".

دې غونډې ته د افغانستان د سرحدونو، قومونواو قبایلو د چارو د وزیر محمد ګلاب منګل په خپله وینا کې د سیمې ستونزو ته په ګډه د حل د لارو په لټولو ټینګار وکړ وې ویل چې باید د سیمه ایزې سولې لپاره ګډ ګامونه واخیستل شي.

دغه سیمنار ته د افغانستان خلک دیموراتیک ګوند د حکومت یو پخواني وزیر سلیمان لایق په خپله وینا کې د پاکستان له چارواکو وغوښتل چې افغانستان ته دې په هغه سترګه وګوري چې ددغه هیواد ستر مبتکر او شاعر اعلامه اقبال لاهوري ورته کتل.

ښاغلي لایق وویل " افغانستان ته چې په کوم نظر هغه کتل اوسنی پاکستان چې ځان د هغه وارث ګڼي، نه یوازې په هغه سترګه ورته نه ګوري بلکې که د جنګ عامل نه دی د جنګ وسیله دی ".

په دغه یو ورخيني سیمنار کې د افغان سیاسي او ټولنیزو شخصیتونو د ګډون سربیره د پاکستان د خیبر پښتونخوا او کویټې څخه هم د پښتنو لس مشرانو برخه اخیستې وه.

XS
SM
MD
LG