د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان کرکټ بورډ اجرائيه رئيس له دندې ګوښه شو


د افغانستان د کرکټ بورډ مشر وايي، چې د دې ادارې په وړاندیز د ولسمشر په حکم د کرکټ بورډ د اجرائيه رئیس شفیق ستانکزي دنده پای ته رسېدلې او له دې وروسته به د کرکټ بورډ اجرائیه رئیس نه وي.

د کرکټ بورډ مشر عزیز الله فضلي د دوشنبې په ورځ د «سلواغې پر۲۲مه» خبریالانو ته وویل چې د کرکټ بورډ اجرائیه رئیس له دې وروسته د کرکټ بورډ د اساسنامې په اساس ټاکل کیږي.

عزیز الله فضلي وویل:"د ولسمشر په حکم کې راغلي، چې د کرکټ بورډ د اساسنامې په اساس دې اجرآت وشي، نو د شفیق الله ستانکزي ماموریت پای ته رسیږي او اسد الله خان به تر جام جهانی پورې د کرکټ بورډ اجرائیه ریاست سرپرست وي".

شفیق ستانکزي څلور کاله د کرکټ بورډ اجرائیه ریاست پرمخ وړی دی.

د کرکټ بورډ مشر وویل چې د بورډ د اجرائيه رئیس واکونه عمومي رئیس ته لیږدیدلي دي.

د کرکټ بورډ مشر په‌دې خبري کنفرانس کې دا هم وویل چې د کرکټ بورډ چې پخوا پکې چارواکو برخه لرله له منځه تللی دی او په ځای یې ولسمشرۍ ماڼۍ ته نوي کسان چې د کرکټ تخنیکي او مسلکي وګړي به د بورډ غړیتوب ته پیشنهاد شوي دي.

هغه وویل د کرکټ بورډ نوی بورډ به ژر جوړ شي.

د کرکټ په اداره کې دا تغییرات پداسې حال کې رامنځته کیږي، چې د افغانستان ملي لوبډله په هندوستان کې ده او له ایرلینډ سره لوبو ته تیاری نیسي. افغانستان به د ایرلینډ په خلاف درې شل اوریزې، پنځه پنځوس اوریزې او یوه ټسټ لوبه ترسره کړي.

XS
SM
MD
LG