د لاس رسي وړ اتصالات

په بدن کې د الکترونیکي چپونو ځای پر ځای کول 


د روسیې د نووسیبرسک د سیمې اوسېدونکی ډاکتر الکساندر ولچک
د روسیې د نووسیبرسک د سیمې اوسېدونکی ډاکتر الکساندر ولچک

یو روسي ډاکټر په خپل بدن کې د الکترونکي پتیرو یا چپونو په ځای پرځای کولو سره، هڅه کړې خپل ژوند یو څه اسان کړي.

هغه قلف شوې دروازې او د پیسو د راویستلو ماشین یواځې د لاس په خوځولو سره خلاصوي او د بانک او الکترونیکی کارتونو کارولو او جیب کې ساتلو ته اړتیا نه لري.

د لاس په یو اسان خوځښت سره د دروازې خلاصول

د روسیې د نووسیبرسک د سیمې اوسېدونکی ډاکتر الکساندر ولچک په هغه روغتون کې چې کار کوي د دروازو د خلاصولو لپاره یوې الکترونیکي کیلي ته اړتیا نه لري. هغه خپل لاس د دروازې الکترونیکي قلف ته نیسي او د هغه په بدن کې ځای پرځای شوی چپ د الکترونیکي کیلۍ په توګه عمل کوي او دروازه خلاصوي.

ښاغلی ولچک په یو روغتون کې د نسايي ولادي ډاکټر دی، خو د دغې نوې ټکنالوژۍ له امله په ټولې روسیې کې مشهور شوی دی.

په یوې ایکسرې کې د هغه په بدن کې د چپونو موقعیتونه ښودل کیږي. هغه وايي دغو چپونو یې ژوند اسان کړی. یو چپ د انترکام د غږیزې وسیلې لپاره کاروي، بل یې د دفتر د کارت په توګه او درېیم یې د اې ټي ام د کارت په توګه کاروي.

د چپونو معیاري اندازه ۲ پر۱۲ ملي مترو ده، او کوچنۍ اندازه یې یو نیم پر ۷ ملي متروه ده.

د پوستکي لاندې د دغو چپونو ډیزاین د فیرایت یوه کوچنۍ هسته او یو کوچنی چپ لري چې په یو کوچني ټیوب کې سره یوځای شوي او په یوې پیچکارۍ باندې چې ډیره ډبله ستنه لري له پوستکي لاندې ننویستل کیږي او په ډیرې اسانۍ سره بیرته ویستل کیدلی شي.

ښاغلی ولچک لومړنی چپ په ۲۰۱۴ کال کې ځای پرځای کړی و، هغه وایي: «زه په خپلو لاسونو کې پنځه چپونه لرم. درې دلته، یو د ښي لاس په منځنۍ ګوته کې او یو دلته. د منځنۍ ګوتې چپ د د فتر د کارت په توګه کار کوي او مهم دی او کارول یې هم اسان دي. د دفتر د کارت معلومات د چپ لاس په مړوند کې ساتل کیږي او د ښي لاس په مړوند کې له موجود چپ څخه د ترانسپورت د سیستم لپاره کار اخلم.»

ولچک وښودل چې د چپ په مرسته کولی شي په خپل تیلیفون کې د ثبت کړو شمیرو معلوماتو ته لاسرسی پیداکړي.

هغه وايي دغې ټکنالوژي ته د شک په سترګه نه ګوري او اخلالونکي یې نه بولي بلکه د ډیرو کارتونو د لېږد پرځای یې ځانته ډیره موثره ګڼي: «کله چې کار ته ځی، باید خپله جیبي بکسه درسره واخلی، کارت ورڅخه راوباسی، دفتر ته ننوځی او بیرته یې بکسه کې کیږدی او ډیره مهمه ده چې ورک یې نه کړی ځکه زما میرمنې وروسته له هغه یو چپ ولګاوه چې څلور کارتونه یې ورک کړل. په چپ سره تاسو یواځې خپل لاس د چپ لوستونکي ماشین ته نیسی او دروازه خلاصیږي. ژوند مو ډیر اسانوي.»

ولچک یواځې د چپونو کارونکی نه دی، بلکه له چپ جوړونکو سره د چپونو د جوړولو په برخه کې هم مرسته کوي.

هغه چې خپله ډاکټر دی، هیله څرګندوي چې له دې ډول چپونو څخه په طبابت کې هم ګټه واخیستل شي، د بېلګې په توګه په وینه کې د شکر د اندازې د معلوملو لپاره د ګلوکومیترونو په ډول، خو تر اوسه دغه چاره شونې نه ده.

د معلوماتي ټکنالوژۍ یا آی ټي متخصص، انجنیر او رادیولوجست سرګي دروزدوف هم دغه ټکنالوژي ازمایلې ده او وايي چې د ام آر آی، ایکس رې او سی ټي په شان طبي سکنونو ته اخلالونکې نه ده.

خو دی زیاتوی چې ددغې تکنالوژۍ د کارونې ساحه تر دې دمه ډیره محدوده ده.

ولچک او دروزدوف دواړه په دې باور دي چې له دغې ټکنالوژۍ سره به لږ شمیر خلک علاقه وښيي او په همدې ډول به پاتې شي او عامه به نشي. ځکه هرڅوک نه غواړي چې یوه برخه یې انسان او بله ماشین وي.

XS
SM
MD
LG