د لاس رسي وړ اتصالات

افغان لیکوال او ژورنالیست عبدالحمید مبارز مړ شو


د افغانستان نامتو لیکوال او ژورنالیست عبدالحمید مبارز د ۹۲ کالو په عمر ومړ
د افغانستان نامتو لیکوال او ژورنالیست عبدالحمید مبارز د ۹۲ کالو په عمر ومړ

د افغانستان نامتو لیکوال او ژورنالیست عبدالحمید مبارز د ۹۲ کلونو په عمر په کابل کې ومړ.

د عبدالحمید مبارز لور نیلاب مبارز په ټولنیزو شبکو کې د خپل پلار مړینه تائید کړې او لیکلي یې دي چې د هغه مړی به د یکشنبې په ورځ اپریل اوومه (وري ۱۹) د کابل په «قول آب چکان» کې خاورو ته وسپارل شي.

نیلاب مبارز د خپل پلار د مړینې د علت په اړه څه نه دي لیکلي، خو دغه افغان لیکوال په وروستیو کلونو کې ناروغ شوی و.

عبدالحمید مبارز، چې د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو په برخه کې یې زده کړې کړې وې، د ۱۳۵۷ کال د ثور د اوومې کودتا وروسته فرانسې ته ولاړ او د طالبانو د لومړي دور حکومت له نسکورېدو وروسته بېرته افغانستان ته ستون شو.

هغه د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتي معین او د افغانستان د خبريالانو د ملي اتحاديې د مشرتابه په ګډون د ډیرو کلونو لپاره په بېلابېلو پوستونو کار کړی دی.

مبارز د افغانستان د سیاسي او تاریخي پرمختګونو په اړه څو کتابونه لیکلي او همداشان د بیان د ازادۍ او ژورنالیزم په اړه یې ګڼې مقالې او مواد هم لیکلي دي.

د عبدالحمید مبارز مړینه په ټولنیزو شبکو کې په پراخ ډول منعکسه شوی او په ځانګړي ډول افغان روڼ اندو او ژورنالیستانو د دغه افغان لیکوال د لاسته راوړنو د یادولو ترڅنګ د هغه ستاینه کړې او درناوی کړی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG