د لاس رسي وړ اتصالات

ډاکټر اسماعیل وردک د اورتوپېدۍ غوره جایزه ګټلې


ډاکټر اسماعیل وردک د اورتوپیدۍ غوره جایزه ګټلې.
ډاکټر اسماعیل وردک د اورتوپیدۍ غوره جایزه ګټلې.

ډاکټر محمد اسماعیل وردک په متحدو ایالتونو کې د اورتوپیدۍ غوره جایزه ګتلې چې ټاکل شوې دا جایزه د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په میاشت کې په یو لړ مراسمو کې د ساین د خیریه ټولنې SIGN Fracture Care International) لخوا ډاکټر وردک ته ورکړل شي.

ددې ټولنې مشرې د امریکاغږ ته وویل چې دغه جایزه په افغانستان کې د هډوکو د جراحۍ، کامیابه درملنې او په افغانستان او نړۍ کې خپلو همکارانو ته د ښو لارښونو له کبله ډاکټر وردک ته ورکول کېږي.

د ساین ټولنې اجرائیوي مشره، جین ډیلنر وايي چې ډېر ډاکټران دې جایزې ته نومول شوي وو خو "ډاکتر وردک تر ټولو غوره وو،‌ ځکه هغه تر نورو روزونکو موږ ته ډېره لارښونه کړې".

د جایزې ګټونکی، ډاکټر وردک د امریکاغږ ته وویل چې ده د ساین د خیره ټولنې څه ناڅه شل پروګرامونه په افغانستان کې عملي کړي دي.

وردک زیاتوي چې د ساین خیریه ټولنه د نړۍ په ۵۷ هېوادونو کې پروګرامونه لري خو په افغانستان کې یې فعالیتونه د نورو هېوادونو په پرتله بریالي دي.

د ډاکټر وردک په وینا دوي په تېرو څو کلنو کې د ساین ټولنې په همکارۍ په افغانستان کې د هډوکو ۱۵۰۰۰ کامیاب عملیات ترسره کړې دي.

د ساین ټولنې بنسټ اېښودونکی ډاکټر لوېس زېرکل وايي چې ډاکټر وردک د هډوکو د درملنې لپاره ګټور وسایل اخترع کړي او دغه افغان ډاکټر "غوره ښوونکی او غوره جراح دی".

ډاکټر اسماعیل وردک څو کاله مخکې د زنګون او د څنګل د ماتو هډوکو د درملنې لپاره یوه طبي اله اختراع کړې وه چې په نړیواله کچه منل شوې ده. ډاکټر وردک په ۱۹۹۲ کال کې د کابل طبي پوهنتون څخه فارغ شوی. ده په بهر کې هم زده کړې کړې او تراوسه یې څو ملي او نړیوالې جایزې ګټلې دي.

XS
SM
MD
LG