د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه وایي د امریکا د پوځ سره یې د اړیکو موافقه ځنډولې


کریملین په سورېه کې د امریکا د نظامي اقدام په سختو ټکو غندلی او وایي دا انتقامي حمله د دواړو ملکونو اړېکې له خطر سره مخ کړي دي. روسیې همدرانګه خبردرای ورکړی چې دا حمله به ډیر ناوړه عواقب ولري.

روسېه واېي د دې حملې په ځواب کې ېي له امریکا سره په سوریه دهواېي بریدونو پرمهال د دواړو ملکونو دهواېي قواوو ترمنځ د تماسونو موافقه ځنډولې ده.

جمهور رئیس ولادیمیر پوتین د جمعې په ورځ ووېل چې دا حمله به د امریکا اوروسیې اړېکو ته زیات نقصان ورسوي او ډیر ناوړه عواقب به ولري. د روسیې صدراعظم دیمیترې میدویدوف ویلي دي چې پدې برید سره امریکا د روسیې د پوځ سره د جګړې نه یوازې یو قدم لیرې ده.

بل پلو متحده اېالات واېي په دې اړه پلټنې کوي چې اېا روسېې خو به د ادلیب په سیمه کې پر ملکیانو د سورېې د رژیم سره د کیمیاوي گاز په حمله کې مرسته نه وه کړې؟

د امریکا د پوځېوه لوړ پوړي قوماندان امریکا غږ ته ویلي "مونږ ښه خبر ېو چې چا ورسره مرسته کړې وه."

سره لدې چې روسیې ویلي دي چې په سوریه کې یې د امریکایي ځواکونو سره د تماس موافقه ځنډولې خو امریکا ېي پوځ واېي چې د ځوابي برید باوجود اوس هم د دواړو هیوادونو د پوځ ترمنځ د عاجلو تماسونو توده تلیفوني لیکه فعاله ده.

د کانګریس عکس العمل

که څه هم چې د امریکا په کانگریس کېد جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ سیاسي ناقدېن په سوریه د کروز توغندیو د ویشتلو په اړه د جمهور رئیس د اقدام ملاتړ کوي خو هغوی دا خبره هم کوي چې دا ډول اقدام د کانگریس اجازې او منظورۍ ته ضرورت لري .

اوس په دې باب بحثونه پېل شوي دي چې د جمهور رئیس په هره پریکړه کې باید کانگرس داساسي قانون دغوښتنې سره سم خپل قانوني رول ولوبوي. د کانګریس یو شمیر غړي وایي ټرمپ د امریکا د اساسي قانون خلاف کار کړی.

پخپله جمهور رئیس ټرمپ وړاندې تر دې چې جمهور رئیس وټاکل شي، مخنکي جمهور رئیس اوباما ته په اشارې یې څو ځله په ټویټر کې لیکې وي چې په سوریه دې برید نکوي.

په کانگرس کې د ډیموکراټ گوند مشرې نانسي پیلوسي د امریکا نظامي اقدام " مناسب ځواب" وباله او په مشرانو جرگه کې د اکثریت گوند مشر سناتور میچ میکانل ووېل " دې اقدام دامریکا دښمنانو او دوستانو دواړو ته ېو قوي اوغښتلی پېغام " ورسوه.

خو د مشرانو جرگې ېوه سرکرده غړي سناتور رینډ پال د ټرمپ په اقدام انتقاد وکړ او وې ویل چې جمهور رئیس باید د امریکا د اساسي قانون د تقاضا سره سم د دې ډول حملې د حکم د صادرولو نه مخکې د کانگرس نه اجازه غوښتې وای.

XS
SM
MD
LG