د لاس رسي وړ اتصالات

هلمند کې یو افغان سرتيري پر بهرنیو ځواکونو برید کړی


افغان چارواکي وايي بریدګر په متقابلو ډزو کې ژوبل شو چې بیا وروسته مړ شو
افغان چارواکي وايي بریدګر په متقابلو ډزو کې ژوبل شو چې بیا وروسته مړ شو

هلمند کې چارواکي وايي یو افغان سرتيرې پر بهرنیو ځواکونو برید کړی او درې تنه یې ژوبل کړي دي.

پېښه د یکشنبې په ماسپښين د هلمند د ښوراب په پوځي اډه کې شوې ده. چارواکي وايي بریدګر د افغان ځانګړو ځواکونو غړی دی.

د امریکايي ځواکونو ویاند کپټن بل سلوین اسوشیټډ پرس ته ویلي چې په برید کې درې امریکایان ژوبل شوي او بریدګر ځای پر ځای په ډزو وژل شوی دی.

په جنوب کې د ۲۱۵ ميومند قول اردو مطبوعاتي مسئول ډګرمن محمد رسول ځاځي امريکا غږ اشنا ته وویل چي برید کوونکی په متقابلو ډزو کې ژوبل شو او بیا وروسته په روغتون کې مړ شو.

ځاځی وايي د دوی ابتدايي تحقیقات ښيې چې پېښه قصدي نه وه او افغان سرتیري سهوآ ډزې کړي دي.

نوموړي ونه ویل چې ژوبل شوي بهرني سرتېري څوک دي، خو په دې وروستیو کې شاوخوا ۳۰۰ امريکايي عسکر هلمند ته واستول شول.

امریکايي چارواکي وايي له ۲۰۱۴ کال را وروسته دوی دنده د ناټو په چوکاټ کې د افغان سرتېرو روزل او هغوی ته سلا مشورې ورکول دي چې تروریزم ته ماتې ورکړي.

تراوسه د دغې پېښې په اړه د قاطع ملاتړ ماموریت کومه تبصره نه ده کړې. دا د خپل ډول لومړنۍ پېښه نه ده، ترې مخکې هم ځینو افغان سرتېرو پر خپلو بهرنیو همکارانو ډزې کړي، وژلي او ژوبل کړي دي.

معمولآ د دا ډول بریدونو انګیزه شخصي ستونزې او د افغانستان د دود او دستور په اړه د بهرنیانو ناپوهي بلل کیږي، خو په ځینو پېښو کې طالبان د بریدونو مسولیت اخیستی او دعوه یې کړې چې بریدګر د هغوی کسان وو.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG