د لاس رسي وړ اتصالات

سعودي چمتو دی چې سوریې ته ځمکني عسکر واستوي


د سعودي عربستان د پوځ یو ویاند وایي چې دغه هیواد چمتو دی چې د اسلامي دولت یا داعش سره د جګړې لپاره ځمکني عسکر سوریې ته ولیږي. سعودي وایي که د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونه په برسلز کې د غونډې پر مهال موافقه وکړي، هغوي چمتو دي چې خپل عسکر واستوي.

د سعودي عربستان د پوځ ویاند برید جنرال احمد عصیري وایي هغوي د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو سره چې په سوریه او عراق کې په داعش هوایي بمباري کوي " د 2014 کال د سپټمبر د میاشتې راهیسې همکاري درلوده خو اوس د خپلو ځمنکیو عسکرو لیږلو ته هم چمتو دي."

تمه کیږي چې د امریکا متحده ایالات به په همدې روانې میاشت کې د بلجیم په پایتخت برسلز کې د هغو هیوادنو د دفاع د وزیرانو سره غونډه وکړي چې د داعش په خلاف د ائتلافي ځواکونو برخه دي.

سعودي عربستان تر اوسه پریکړه نده کړې چې څومره عسکر یې سوریې ته د لیږلو لپاره چمتو کړی خو د پوځ ویاند جنرال عصیري وایي " قوي هوډ لرو چې داعش ته ماتې ورکړو. "

سعودي عربستان د یمن په کورنۍ جګړې کې په زیاته اندازه ښکیل دی او د زیاتې مودې راهیسې د حوثي شعیه یاغیانو په خلاف جګړه کوي چې د ایران اسلامي جمهوریت یې ملاتړ کوي.

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سعودي عربستان د عسکرو د لیږلو په چمتووالي تبصره نده کړې خو وایي چې د داعش د ماتولو لپاره باید چې د ایتلافي ځواکونو غړي هیوادونه زیاته همکاري وکړي. شافعه سردار امریکا غږ آشنا رادیو.

XS
SM
MD
LG