د لاس رسي وړ اتصالات

د ایبولا ناروغۍ د مخنیوي لپاره د چین هلې ځلې


په چین کې چارواکي کوښښ کوي چې د ایبولا د ناروغۍ د مخنیوي لپاره د حکومت د هلو ځلو سپیناوی وکړي. چارواکو د جمعې په ورځ پدې خاطر دا اقدامات پیل کړیدي چې د ایبولا د ناروغۍ د مخنیوي لپاره خلکو ته ضد او نقیض معلومات ورکړل شویدي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت تیره اوونۍ ویلي وو هغه مسافرین چې د لویدیځې افریقا نه چین ته ځي او د ایبولا د ویروس نښې نښانې پکې ونه ولیدل شي، پرته لدې چې کوم محدودیت پرې وضع شي، هغوي ته به د سفر کولو اجازه ورکړل شي.

خو په چین کې مطبوعاتو او یو شمیر نورو حکومتي ادارو بیا د حکومت پالیسي په بل ډول خلکو ته ورپیژندلې ده.

د چین د روغتیا د چارو مامورینو د څرګندونو او هغو مرکو له مخې چې امریکا غږ د خلکو سره کړیدي، داسې ویل شویدي ، چې د لویدیځې افریقا د دریو هغو هیوادونو مسافرین چې د ایبولا ناروغي پکې په زیاته اندازه خپره شویده، باید چې د دریو اوونیو لپاره ځانونه قرنطین کړي.

خو دا چې دا قرنطین به څه ډول وي، پدې اړه پوره معلومات نشته او د روغتیا د چارو چارواکي هم پدې اړه معلومات نه ورکوي.

د چین په مطبوعاتو کې هم پدې باره کې پوره معلومات ندي ورکړل شوي او نه هم د هغو ادارو لخوا څه ویل شویدي چې آیا د لویدیځې افریقا نه د روغتیایي چارو راغلي مامورین قرنطین شويدي او که نه.

داسې ویل کیږي چې د ګوانګ ډونګ ایالت په مرکز ګوانګ ژو کې ښاروال ټولو هغو کسانو ته موبایل ټیلفونونه ورکړیدي چې د لویدیځې افریقا د درې ایبولا ځپلي هیوادونو نه دغه ایالات ته ورځي. په مطبوعاتو کې ویل شویدي چې دغه کسان باید لږ تر لږه تر یو ویشتو ورځو پورې د ځانونو سره دا ټیلفونونه وساتي.

د چین د بهرنیو چارو په وزارت کې د افریقایي چارو د څانګې مشر لین سونګ ټیان نن د جمعې په ورځ وویل چې د لویدیځې افریقا ټول هغو مسافرینو ته هرکلی وایي چې د ایبولا په ناروغۍ اخته نه وي.

" دی وایي تر کومه ځایه چې زه معلومات لرم، د لویدیځې افریقا د هغو دریو هیوادونو په اتباعو د ویزې کوم بندیز ندی لګیدلې چې د ایبولا ناروغي پکې خپره شویده. "

د سینهیوا سرکاري خبري اژانس تیره اوونۍ خبر ورکړی و چې د چین چارواکي به ښایي د لویدیځې افریقا نه راغلي خلک د یوې ځانګړې مودې لپاره قرنطین کړي او داسې ښکاریده چې دا قرنطین به د خلکو په خوښې عملی کیږي.

خو ښاغلي لین بیا نن د جمعې په ورځ وویل چې ټول مسافرین باید د خپلې روغتیا په اړه هغوي ته معاینات وسپاري تر څو دا معلومه شي چې دغه ویروس پکې نه وي.

" دی وایي مونږ د الوتکو د نړیوالو شرکتونو سره هم په ګډه کار کوو او ترې غوښتې مو دي چې د ټولو هغو کسانو په اړه د چین مقاماتو ته معلومات ورکړي چې د ایبولا د ناروغۍ نښې نښانې پکې لیدل شوي وي او یا د دې ناروغۍ شک پرې کیږي."

یوې سرچینې امریکا غږ ته ویلي دي چې یو شیمر محصلین چې د ګیني هیواد نه چین ته راغلي و دومره زیات په هوټل کې قرنطین شوي و چې بالاخره د ګوانګ ژو ایالات ته وتښتیدل.

حکومت دغه کسان ونیول او تر هغه یې په قرنطین کې ساتلي و چې یو ویشت ورځې یې پوره شوې.

په چین کې تر اوسه د ایبولا د ناروغۍ قضیه نده ثبت شوې خو د همدې میاشتې په سر کې پدې برخې کې یو څه اندیښنه پیدا شوې وه. د ګوانګ ډانګ په ایالت کې چارواکو ویلي و چې هغوي په 43 کسانو دا شک درلود چې ښایي د ایبولا ویروس به ولري خو وروسته بیا د هغوي معاینې وښوده چې پاک دي.

XS
SM
MD
LG