د لاس رسي وړ اتصالات

چین د سرطان د ناروغۍ د ویروس ضد ویروس کشف کړیدی


د چین یوې ډلي ساینس پوهانو ویلي دي چې دوی یو ډول وایروس کشف کړی او د هغه په آزمویلو یې شروع کړې ده چې د سرطان د ناروغۍ حجرې وژني، خوعادي او روغو حجرو ته تاوان نه رسوي.

د چین دولتي مطبوعات وایي چې دغه وایروس( ایم ١) نومیږي او د یو ډول غوماشو( ماشو) نه چې د چین د ( هینان) په جنوبي ولایت کې موجودي دي ،را اخیستل کیږي.

دغه وایروس د اینې، مثانې او لوی کولمې د سرطاني حجرو د ودي مخنیوی کوي. هغه تر اوسه پوري یوازي په موږکانو کې استعمال شوی دی.
دغه وایروس د اینې، مثانې او لوی کولمې د سرطاني حجرو د ودي مخنیوی کوي. هغه تر اوسه پوري یوازي په موږکانو کې استعمال شوی دی.

د چین دولتي بین المللي را دیو سټېشن پرون د پنجشنبې په ورځ وویل چې ساینس پوهان په نظر کې لري چې دغه وایروس بله اونۍ په بیزوگانو کې وآزمویي.

دغه ساینس پوهان چې دغه وایروس یې پیدا کړی دی، د ( سن یات سین) د پوهنتون د ( ژانگ شان) د طب د پوهنځي د یوه هیات غړي دي چې مشري یې د ( یان گوانگ مي) په غاړه ده.

هغه خبریالانو ته وویل چې دی باورلري چې د دوی تحقیقات او څېړني به د سرطان د ناروغۍ په علاج کې موجود خنډونه لیري کړي، او دا چې د ده هیات به په راتلونکو درو کالو کې په طبي کلینیکونو او روغتونونو کې په دې اړه عملي اقدامات وکړي.

XS
SM
MD
LG