د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیه عراقي کردانو ته اجازه ورکوي چې کوباني ته ولاړ شي


کردانو د ترکیې د پریکړې، چې عراقي کردانو ته اجازه ورکړي کوباني ته ولاړ شي، هرکلی کړی دی
کردانو د ترکیې د پریکړې، چې عراقي کردانو ته اجازه ورکړي کوباني ته ولاړ شي، هرکلی کړی دی

ترکیه وايي عراقي کردانو ته اجازه ورکوي چې د ترکیې څخه سوریې ته ولاړ شي او د کوباني د ښارګوټي د کردانو سره مرسته وکړي چې د اسلامي دولت د ډلې پر ضد جنګیږي.

کردانو د ترکیې د حکومت د پریکړې هرکلی کړی چې وايي عراقي کردانو ته به اجازه ورکړي چې د ترکیې د لارې د سوریې د کوباني ښارګوټي ته ولاړ شي.

امریکا او یو شمیر اروپايي هیوادونه پر ترکیې فشار اچولی چې د کوباني په ښارګوټي کې دې د کردانو سره، چې د اسلامي دولت ډلې محاصره کړیدي، مرسته وکړي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو د دوشنبې په ورځ وویل: «موږ د کوباني په اړه، د ایتلاف سره پوره همکاري کوو. موږ غواړو چې په سیمې کې ټول ګواښونه له مینځه یوسو.»

خو د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر دا و نه ویل چې د کوباني د ښارګوټي د دفاع لپاره به ترکیه د عراق د کردي پشمرګه قواوو سره څه ډول مرستې وکړي.

بل پلو ته، امریکا وايي چې الوتکو یې د کوباني کردانو ته وسلې، مهمات او دارودرمل وراچولي دي.

په کوباني کې د اسلامي دولت د ډلې په خلاف د امریکا هوايي بریدونه د دې سبب شول چې د اسلامي دولت ډله د کوباني نه په شا شي.

خو د کردانو قوماندانانو امریکا غږ ته په ټلیفون او د سکایپ له لارې وویل چې د کوباني د ښارګوټي په جنوب او ختیځ کې اوس هم جګړه روانه ده.

د یکشنبې په ورځ، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردګان وویل چې ترکیې به په سوریې کې کردانو ته وسلې ورنکړي.

ښاغلي اردګان د سوریې کردان د کردانو د کارګر ګوند یا PKK سره یو شان بولي. ترکیه او امریکا د PKK ګوند یوه تروریستي ډله بولي.

د مصر صدراعظم پرون د دوشنبې په ورځ وویل چې مصر پلان نه لري چې د امریکا سره دې په عراق او سوریې کې د اسلامي دولت د ډلې په خلاف په جګړې کې پوځي مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG