د لاس رسي وړ اتصالات

په مریخ کې د 'اپرچونیټي' په نامه د سیارې وسیلې گرځیدل


د مریخ د مځکي یوه عکس چي ناساخپور کړ
د مریخ د مځکي یوه عکس چي ناساخپور کړ

د امریکا د فضایي چارو د ادارې ( ناسا) له خوا د ( اپرچونیټي) په نامه هغه کوچنی موټر یا ( روور) چي مریخ ته د دې د پاره لیږل شوی و چي د دغي سیارې پر مخ یوازي یو کیلومتره لار ووهي، لومړی ځل یې په یوه بله سیاره کي د زیاتي لار وهلو ریکارډ قایم کړی دی.

دغه موټر په ٢٠٠۴م کال کي مریخ ته استول سوی و او فقط څو ورځي مخکي یعني د جولای په ٢٧مه یې د دغي سیارې پر سطح باندي ۴٨ کیلومتره لار ووهله.

پخوانی ریکارډ د روسیې د روور له خوا قایم شوی و او هغه په ١٩٧٣م کال کي د سپوږمۍ پر سطح باندي ٣٩کیلومتره واټن وهلی و.

د مریخ سیاره
د مریخ سیاره

د ناسا ساینس پوهان په نظر کي لري چي ( اپرچونیټي) هغه ځای ته ورسوي چي د ( مرتان وادي ) نومیږي او هلته منرالونه کشف کړي. که( اپرچونیټي روور) دغه ځای ته ځان ورسوي نو هغه به د مریخ پر مخ ۴٢،٢کیلومتره لار وهلې وي.

داسي توقع کیده چې د اپرچونیټي د کار کوو موده به یواځي نوي ورځي وي، خو د ناسا اداري د ددی کوچنی موټر یا ( روور) څخه ارتباط په ٢٠١٠ کال کې وشلیدلي، اپرچونیټي اوس لاهم کار کوي، په دومداره توگه مځکي ته عکسونه او متوک یا ډیټا راستوي.

XS
SM
MD
LG