د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: د انساني قاچاق مخه ونیسئ


د کارګرو نړیواله ټولنه وايي ۲۱ میلیونه ښځې، ماشومان او نارینه د اجباري ودونو او اجباري فحشاوو قربانیان دي .
د کارګرو نړیواله ټولنه وايي ۲۱ میلیونه ښځې، ماشومان او نارینه د اجباري ودونو او اجباري فحشاوو قربانیان دي .

ملګرو ملتونو د انسانانو د قاچاقو ضد د نړیوالې ورځې په مناست د انساني قاچاقو د بندولو غږ کړی دی.

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ شاوخوا څلور کاله وړاندې له دغه جرم سره د مبارزې لپاره د عمل یو نړیوال پلان تصویب کړ، پلان د انساني قاچاقو پر مخنیوي، قاچاق کوونکو ته د سزا پر ورکولو او د قربانیانو پر خوندیتوب ټېنګار کوي.

د عمل دغه پلان پر ټولو هېوادونو غږ کوي چې چې د دغو اقداماتو د عملي کولو لپاره دې ملي پروګرامونه جوړ کړي .

د بشري حقونو فعالان انساني قاچاق په یووېشتمې پېړۍ کې د انسانانو د غلامولو یوه پرمختللې بڼه بولي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په سازمان د انساني قاچاقو د برخې سلاکارې یولا هدا دین امریکا غږ ته وویل چې د انسانانو زبېښاک، له هغوی ناوړه ګټه اخیستنه او تجارت په ټوله نړۍ کې روان دي.

هغې وویل یو هېواد هم له دغه جرم څخه په امان کې نه دی پاتې « دغه جرم په کارخانو، شرکتونو او خصوصي کورونو کې کیږي. زما لپاره ډېره جدي موضوع دا ده چې تاسو د کورني کارکوونکو په توګه خلک وګمارﺉ بیا غلامان یې کړﺉ او ناوړه ګټه ترې واخلﺉ. دا کار د خلکو د زبېښاک او فحشاوو ته د هغوی د مجبورولو له لارې کیږي .ا نورې بڼې هم لري، نن سبا ډېر اجباري ودونه کیږي چې دا په خپله انساني قاچاق دي. »

دغه غوړ قاچاق ځکه ورځ تر بلې زیاتيږي چې ګټه یې ډېره ده .

د کارګرو نړیواله ټولنه آی ال اوو وايي قاچاق کوونکي، کارګمارونکي او منظمي جنايي ډلې د جنسي او اقتصادي زبېښاک له لارې د کال ۱۵۰ میلیارده ډالره ګټي.

د آی ال اوو د اټکل له مخې ۲۱ میلیونه ښځې، ماشومان او نارینه د اجباري ودونو او اجباري فحشاوو قربانیان دي .

د آی ال اوو په یو راپور کې راغلي چې له افریقا او لاتینې امریکا وروسته، اسیا په نړۍ کې د اجباري کار له اړخه درېیم ځای لري.

هدا دین وايي د انساني قاچاقو د اصلي ستونزو او اصلي رېښو معلومول ستونزمن دي، خو وايي چې ګڼ علتونه شته چې انسانانو زبېښاک ته لاره هواروي او او انسانان زیانمنوي.

د آی ال اوو د اټکل له مخې ۲۱ میلیونه ښځې، ماشومان او نارینه د اجباري ودونو او اجباري فحشاوو قربانیان دي .
د آی ال اوو د اټکل له مخې ۲۱ میلیونه ښځې، ماشومان او نارینه د اجباري ودونو او اجباري فحشاوو قربانیان دي .

هغه وایي « ګڼ لاملونه شته چې زورزیاتي او انساني توپیر ته لاره هواروي. غربت او بې وزلي یو هغه علت بلل کیدی شي د دغو ستونزو له زیاتوالي سره مرسته کوي. زه دا نه وایم چې دا د ستونزو اصلي رېښه ده، ځکه چې یوازې بې وزلي خلک د انساني قاچاقو قربانیان نه دي، بلکې ځینې قربانیان د شتمنو کورنیو خلک دي. تاسو پوهېږﺉ چې خلک د ښه ژوند په هیله نورو هېوادونو ته ناقانونه سفر کوي، خو په دغو هېوادونو کې د ګډوالۍ د روښانه پالیسۍ دنشتوالي له کبله قربانيان شي.»

ملګري ملتونه هڅه کوي چې د انساني قاچاقو ضد د نړیوالې ورځې په پلمه په دغه برخه کې د خلکو د عامه پوهاوي کچه لوړه شي، ملګري ملتونه وايي د انسانانو قاچاق کوونکي باید بې سزا پاتې نه شي.

دا چې انساني قاچاق په ټولو هېوادونو کې روان دی، ملګري ملتونه پر ټولو حکومتو غږ کوي چې د دغې ستونزې د ختمولو لپاره په ګډه کار وکړي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG