د لاس رسي وړ اتصالات

شمالي کوریا سپینې ماڼۍ ته د اتومي برید گواښ کړی


د شمالي کوریا مشر کیم جون اون
د شمالي کوریا مشر کیم جون اون

شمالي کوریا په امریکا باندې د اتومي حملې گواښ کړی او امریکا یې په دې تورنه کړې چې د کوریا په ټاپو وزمه کې د تاوتریخوالي اور ته لمن وهي.

ویل کیږی چې شمالي کوریا، لا د بالستیک توغندیو د جوړلو سرحد ته نه ده رسیدلی چې دغسې یو برید وکړي، او دغسی گواښونه یې پخوا هم کړیدي.

مارشال هانگ یانگ سو، پرون وویل شمالي کوریا به سپینه ماڼۍ، او د آرام سمندر خواو شا ته د امریکا پوځی اډی په راکټونو وولی، که چیری واشنگتن د شمالی کوریا ارضی تمامیت ته، د اتومی وسلو د درلودلوو او د الوتکو وړونکو بیړې د درلودلو حق په خطر کې واچوی.

هانگ په پیونگ یانگ کې، د کوریا د جنگ د ختمولو د موافقې د یوشپیتمې کلیزی د نمانځنی په مناسبت په وینا کې دغه گواښونه کړیدی.

ماهران وايی شمالي کوریا داسې بالستیکی توغندي نه لري چې امریکا ته د رسیدو قابلیت ولري.

شمالي کوریا، د اوږده او لنډ واټن توغندي ازمویلی چې جنوبی کوریا او جاپان پری ویشتلی شی.

د جنوبي کوریا د ډوبې شوې کښتۍ د پیښې محاکمه

بلخوا په جنوبي کوریا کې نن دوشنبې شپږ شاگردانو په محکمه کې د هغې بېړۍ د کپتان او عملې پر ضد شاهدي ورکړه چېد اپریل په شپاړسمه ډوبه شوې وه، عمله یې تښتیدلې وه او سپرلۍ یې پرته له کومځې مرستې پریښې وې..

دوی چې د پیښې نه ژوندی پاتي دی، نن د دوشنبې په ورځ یې د انسون په ښار کې په محکمې شاهدی ورکړه چې بیړۍ د ډوبیدو په حالت کې وه چې د بیړۍ پنځلس تنو کارگرانو خپل ځانونه وایستل او وتښتیدل.

د بیړۍ د کپتان په شمول، د بیړی ژوندی پاتی عمله، د قتل نه نیولی ان د بیړۍ د سپرلیو نه مخکی د بیړۍ نه د تللو له کبله، په غفلت او بې پروایۍ تورن دي.

یو شاگردی وویل، د بیړۍ کارکوونکو سپرلیو ته وویل چې تر بل امر پورې دی په خپلو ځایونو کې کښیني، او سپرلي تر هغه وخته پورې د خپلو ځایونو نه، و نه خوځیدی چې اوبه کوټو ته ننوتې.

دغې شاگردې وویل، دوی ټولو د ژغورنی واسکټونه واغوستل او په لامبو لامبو یی ځانونه دروازی ته ورسول او کله چې بیړې یو څنگ ته واوښته او اوبه د دوی له سره اوښتې او نورو شاگردانو د دوی مرستې ته ورودانگل او ویې ژغورل.

یو بل شاگرد شاهدی ورکړه چې د بیړۍ عملی، ددې او نورو د ژغورلو لپاره هیڅ مرسته ونه کړه.

دغه شپږ شاگردان د هغه پنځه اویا کسانو لومړې جوپه ده چې محکمې کې به شاهدی ورکوي.

دغه بیړۍ چې قریب درې سوه کسه په کې سپاره وو، او زیاتره یی د دولسم صنفونو شاگردان وو، د اپریل په شپاړسمه ډوبه شوې وه.

XS
SM
MD
LG