د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې نن د کوچني اختر لمانځل پیل شول


جمهور رئیس کرزی
جمهور رئیس کرزی

جمهور رئیس حامد کرزي د اختر لمونځ د خپل حکومت د عالي رتبه غړو د اسلامي هیوادونو دیپلوماتانو او د پارلمان د یو شمیر غړو سره د ارګ په جومات کې ادا کړ.

د کابل په ښار کې د کوچني اختر د لمانځه د اداکولو لپاره د جوماتونو شاوخوا ته ځانګړي امنیتي ترتیبات نیول شوي وو.

په جوماتونو کې ملا امامانو د دیني مسلو په هکله خبرو سربیره د افغانستان په روانو مسلو هم خبرې وکړې د ټاکنو د بهیر د پایلو د اعلان په اوږدیدلو یې اندیښنه څرګنده کړه، او هیله یې وښوده چې دا بهیر به پرته له نورو جنجالونو ژر پای ته ورسیږې.

د جمهور رئیس د اختر وروستی پیغام

جمهور رئیس کرزي هم د اختر د لمانځه د ادا کولو وروسته په لنډو څرکندونو کې د افغانستان او نړۍ مسلمانانو ته د کوچني اختر مبارکي ورکړه، د فلسطین، لیبیا او پاکستان حالاتو باندې یې ژوره خواشیني وښودله.

هغه د افغان طالبانو په مشر یې غږ وکړ چې له جګړې لاس واخلي" د دې خاورې ډیر هغه ځوانان چې د طالب په نامه وژل کیږي موږ د هغوی له کورنیو سره هم غم شریکي کوو او تسلیت ورته وایو او دلته د طالبانو پر مشرانو غږ کوم چې پر افغانانو جنګ بند کړي او افغانستان ته د پردیو د تروریستانو د راتګ زمینه ساز نه شي، سولې ته دې راشي او له خپلو خویندو او وروڼو سره دې د امن او عزت ژوند وکړي".

ښاغلي کرزي د افغانستان د ټاکنو په مسله هم خبرې وکړې وویل چې د افغانستان خلک غواړي چې انتخابات یې ژر تر ژره نتیجه ورکړي ترڅو دا خاوره خپل نوی جمهور رئیس او نوی حکومت ولري او کارونه یې په چټکتیا او قوت سره پر مخ ولاړ شي.

ښاغلي کرزي وویل " د افغانستان انتخابات په خیر تیر شول خو کله چې انتخابات ترسره شول او د رایې شمیرنې بهیر پیل شو هلته پر افغانستان بریدونه پیل شول او داسې کلک بریدونه پیل شول چې په دا څوارلسو کلونوکې زموږ پر هیواد داسې کلک بریدونه نه وو شوي لکه په دا تیرو دوه میاشتوکې چې وشول".

ښاغلي کرزي وویل چې افغان امنیتي ارګانونه هره ورځ ورته راپور ورکوي چې بهرني تروریستان په ډیره پراخه پیمانه او په ډیر شمیر افغانستان ته داخل شوي دي اود افغانستان په دننه کې پر افغانانو بریدونه کوي خو په مقابل کې یې افغان امنیتي قواوې د خپلې خاورې څخه ساتنه کوي چې له امله یې ډیر امنیتي ځواکونو افراد او هم ملکي وګړي وژل شوي دي.

دا دافغانستان د جمهور رئیس په توګه د ښاغلي کرزي د کوچني اختر په مناسبت وروستۍ څرکندونې دي، که د جمهوري ریاست د ټاکنو د رایو د پلټنې بهیر په ښه توګه پرمخ لاړ شي نو لوی اخترته به افغانستان نوی جمهورریس ولري.

پخپله ښاغلي کرزي نیت درلود چې د راتلونکې شنبې په ورځ واک نوي منتخب جمهور رئیس ته وسپاري خو دجمهوري ریاست ددواړو کاندیدانو په غوښتنه او رایو د بیا پلټنې د بهیر اوږدیدلو له امله تراوسه د واک د سپارلو لپاره نوې نیټه نه ده ټاکل شوې .

د جمهوري ریاست کاندیدان

د افغانستان د جمهوري ریاست یو کاندید اشرف غني احمدزي د هیواد نه بهر دی هم د کوچني اختر په مناسبت په خپل یو پیغام کې چې تیره شپه په کابل کې د څو خصوصي ټلویزیونونو له لارې هم خپور شو په انتخاباتو کې د افغانانو پراخه ګډون ستایلی او د ملي وحدت دحکومت جوړیدل یې د ولس ارادې، اساسي قانون، سولې او ژورو اصلاحاتو ته د ژمنتیا په معنی ګڼلی دی.

ښاغلي احمدزي په خپل پیغام کې ویلي دي " په دې مبارکه میاشت کې باید مونږ دې نتیجې ته رسیدلی وای چې سوله حتمي ده د یو بل منل ضروري دي او مونږ باید په یوالي ملي وحدت د هغه حالت نه ووځو چې هره ورځ افغانان وژل کیږي".

د جمهوري ریاست بل کاندید عبدالله عبدالله د رپوټونو له مخې د هیواد نه بهر ته تللی دی.

د مخالفو وسلوالو ډلو مشران

د افغانستان د حکومت دوو مخالفو وسلوالو ډلو مشرانو هم په جلا جلا پیغامونو کې افغانانو ته د کوچني اختر مبارکئ ورکړي دي.

د طالبانو مشر ملا محمد عمر اخوند په یو پیغام کې چې په کابل کې د ایمیل له لارې رسنیو ته استول شوي د افغانستان په سیاسي مسلو هم خبرې کړي او د امریکا سره د افغانستان د اوږد مهاله تړون د لاسلیک سره یو ځل بیا مخالفت ښودل شوی او د بهرنیو ځواکونو تر شتون یې په وسلواله مبارزه ټینګار شوی دی.

د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار هم د کوچني اختر په مناسبت په خپل پیغام کې چې په کابل کې د ایمیل له لارې رسنیو ته استول شوی افغانانو ته د اختر د مبارکۍ د ویلو ترڅنګ د افغانستان په روانو حالاتو هم خبرې کړي ویلي دي چې په افغانستان کې سوله هغه وخت راتللی شي چې افغانستان نه بهرني عسکر ووځي او په دغه هیواد کې بهرنۍ لاس وهنې بندې شي .

دوه اختره

د کابل په ګډون د افغانستان په ډیرو ښارونو کې د کوچني اختر د لمانځه د ادا کولو لپاره ځانکړي امنیتي تدابیر نیول شوي وو.

په افغانستان کې د کوچنې اختر لمانځل په داسې حال کې پیل شوي چې په دغه هیواد کې یو شمیر شیعه مذهبي مشرانو او د هغوی پلویانو نن اختر لمانځل نه دي پیل کړي.

هفوی به د اختر لمانځل د سه شنبې په ورځ پیلوي.

د دغه شمیر افغان شیعه اوسیدونکو په څیر د ایران او پاکستان مسلمانان هم د سه شنبې په ورځ اختر کوي.

دا لومړی ځل نه دی چې یو شمیر افغان شیعه اوسیدونکي د خپلو سني وطنوالو سره یو ځای اختر نه لمانځي په تیرو کلنو کې هم دا شمیر اوسیدونکو د سنیانو یوه ورځ وروسته د اختر لملنځل پیل کړي وو.

XS
SM
MD
LG