د لاس رسي وړ اتصالات

د الجزایر د رانسکوره شوي الوتکي تور بکس وموندل شو


د الجزایر د رانسکوره شوي الوتکي سیمه
د الجزایر د رانسکوره شوي الوتکي سیمه

چارواکي وایي، د الجزایر د هوایي شرکت دغه الوتکه د برکینا فاسو نه الجزایر ته په لار وه چې په مالې کې رانسکوره شوه او ١١٨ مسافر او عمله یې ټول وژل شوي دی.

دوی وایي په دی اړه تحقیقات پیل شوی دی، خو ویل کیږی چې دهوا د خرابي له کبله دی دغه الوتکه رالویدلي وي.

د فرانسې د دفاع د وزارت یوه چارواکي ویلي دي چي ١٠٠ تنه فرانسوي عسکر پرون د جمعې په ورځ د پېښي ځای ته ورغلي او لومړني تحقیقات یې پیل کړي دي. دغه عسکر د هغي قطعې یوه برخه ده چي تیر کال مالي ته استول شوي دي چي د هغه هیواد سره چي د القاعدې د مربوطو یاغیانو سره په جگړو اخته دی، مرسته وکړي.

جمهوررئیس اولاند وویل چی د دغي الوتکي تور بکس پیدا شوی دی او تحقیقات دوام لري

د ژغورني او د پلټونکي د ډلي غړو د الجزایر رالویدلي ا لوتکي اي ،ایچ، ٥٠١٧، ټوټي پارچي لټولي چې د پنچشنبي په ورځ د ماښام پروخت د مالي هیواد گوسي ښارگوټي ته نژدی ومندل شوي چې د برکینا سرحد ته نژدی پروت دی.

د ‏ژغورني د عملي کارکونکي واېې، د ژوندی پاتو کسانو هیڅ نښاني نشته، خو هغوی د الوتکي یو تور باکس موندلي دی.

د برنیکا فاسو لومړي وزیر، لوک اډوپي تایو د مسافرینو د کورنیو غړو سره د لوگان دوگو،، په هوايي ډگر کې د خبرو پر مهال وویل " زه په ډیري خواشیني سره تاسو ته دا خبر کوم چې الوتکه لویدلي ده او ټوټي پارچی یی وموندل شوی او ددی امکان نشته چې څوک دی ژوندی پکښي پاته وي. هغه زیاته کړه، ځکله چې الوتکه څو ټوټي شوي نو د مړو رایستل په ډیر مشکل کار وی>"

دغه الوتکه چې د پنجشنبي په ورځ د ځايی وخت په حساب یوه بجه د اوگا دوگو هواېې ډگر څخه پرواز وکړ او شاه خوا یوه ساعت ورسته چې کله د هوا د خرابي له کبله پیلوټانو د لاري بدولو غوښتنه وکړه نو د راډار څخه ورکه شوه.

چارواکې واېې، دغه الوتکه په هغه سیمه کې رالویدلي چې د القاعدي پوری مربوط وسله وال اسلامي سخت دریځي پکښي سته، چارواکې واېې داسي نه ښکاري چې دغه الوتکه دی ویشتل شوی وی.

د راپورنو له مخی کله چې ددغي الوتکې څخه اړیکی وشلیدلی هغه مهال په دغه سیمه کې د ریگو طوفان او دتالندي سخت طوفان راغلی و. د فرانسي کارپوهانو ویلي چې د الوتکی پاته شونو ته چې وکتل شی نو داسي نه ښکاری چې هغه دي په بم یا په توغندی ویشتل شوي وي، خو دا مهال ددی امکانات هم نسي ردیدلای.

د برکینا فاسود مخابراتو وزیرایلن ټراهوری وویل، حکومت په دی لگیا دی چې ددی پیښي علت مالوم کړی او د هغو کورینو سره په غم شریک دی چې په دغه پیښي کې یی غړي دلاسه ورکړی دی.

هغه وویل "موږ چې څومره امکانات لرو هغومره مرسته به د وژل شوو کسانو د کورنیو سره وکړو او ددوی سره به یوځاي یو تر څو چې مرسته ورسره وکړو او تر کومه حده چې ممکنه وی په دې ناورین کي به د دوی سره مرستو ته دوام ورکړو".

د الجزایر او د اوگادوگو په هواېې ډگرونو کې د وژل شوو کسانو د کورنیو د غړو دپاره د بحران مرکزونه جوړ شوی دی.

د برکینا فاسو ولسمشر د هغه هیواد د ٢۴ اتباعو د وژل کیدو له کبله د دوو ورځو ملي ماتم اعلان کړی دی. هغه او د مالي ولسمشر ابراهیم بوبکرکیتا به د پروگرام له مخی د الوتکي د رالویدو د سیمي لیدنه وکړي.

XS
SM
MD
LG