د لاس رسي وړ اتصالات

نېږدې ۹۰ په سلو کې رايي ارشیف شوي دي


د ټاکنو د کمیسیون ویاند نور محمد نور
د ټاکنو د کمیسیون ویاند نور محمد نور
د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، د چهارشنبې د ورځې تر نیمايي، د جمهوري ریاست د ټاکنو د څلور دېرشو ولایتونو نېږدې نوي په سلو کې رايې ارشیف شوي او سیستم ته لوېدلي دي.

د ټاکنو د کمیسیون ویاند نور محمد نور نن له غرمې وروسته خبریالانو ته وویل، چې کمیسیون به سبا ته د پنجشنبې په ورځ د قسمي پایلو یوه لویه فیصدي وړاندې کړي، خو ابتدائي پایلې به د ثور په شپږمه اعلان شي.

د ټاکنو کمیسیون وايي، دوه ورځې د ټاکنو د پایلو ځنډول ددې له امله دي چې په هغو ځایونو کې چې د درغلیو تر شک لاندي دي، رايي معلومې شي.

د ټاکنو د کمیسیون ویاند نور محمد نور وویل، چې نېږدې ۹۰ په سلو کې رايي پاڼې ارشیف شوي دي.

دا ډول نور وویل، چې د ټاکنو د کمیسیون د نتایجو مرکز توانېدلی چې د تېرې ورځې تر ماښامه ۹۸.۲۵ په سلو کې رايي پاڼې پروسس کړي.

هغه وویل د نن ورځې تر نیمايي، ۸.۲۱ تر سکن لاندې دي، ۰.۴۳ تر تصفيي لاندې دي، صفر اشاریه اتلس فیصده د ادارې له خوا تر بررسۍ لاندي، صفر اشاریه دري څلوېښت پروسس ته تیاري دي.

نور محمد نور وویل :

‪"‬که مشخص ډول یې ووایم، ۸۹.۲۹ په سلو کې د پایلو پاڼې هماغه اووه مرحلې چې اړتیا ورته وه، طی کړي دي، او دې ته تیارې دي چې له تاسې سره سبا، یا بل سبا او یا هم ویلی شم تر شنبې درسره شریکې شي.‪"‬

تفتیش

د ټاکنو کمیسیون وايي، ۱۶۵۱ محلونو رايي تفتیش او یا د بیا څېړنې لپاره لېږل شوې وې، چې له ډلې یې د ۱۴۶۳ محلونو رايې څېړل شوي دي او دا مهالې یې پایلې سیستم ته داخلیږي.

نور محمد نور وايي، ۷۸۹ محلونو رايي بیا شمېرل شوي دي او ددغو رايو نتایج د کمیسیون د رايو د نتایجو د شمېرلو مرکز ته رسېدلي دي.

د ټاکنو کمیسیون وايي چې لا تراوسه پورې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ورسره د هغو رايو په باب خپلې پریکړې نه دی شریکې کړي چې دغه کمیسیون یې په اړه پرېکړي کړي دي.

د بلې خوا د ټاکنود خپلواکه کمیسیون درسنیو کمیسیون څوارلس هغه رسنۍ چې د ټاکنو د چوپتیا په ساعتو کې یې د ټاکنو قوانینو په خلاف خپرونې کړې وې د سرغړاونوله امله د پنځه زرو نه پنځه اویا زروافغانیو پورې نغدي جریمه کړي دي.

د ټاکنود خپلواکه کمیسیون درسنیو کمیسیون وایي چې پدغو سیمه ایزو رسنیو کې دیارلس تلویزیوني خپرونې او د رادیو یو سټیشن شامل دي.
XS
SM
MD
LG